ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د ګردېز- پټان پر لويه لار له ډېرې ناامنۍ شکایت کوي

خلک د ګردېز- پټان پر لويه لار له ډېرې ناامنۍ شکایت کوي

author avatar
17 Aug 2019 - 15:23
خلک د ګردېز- پټان پر لويه لار له ډېرې ناامنۍ شکایت کوي
author avatar
17 Aug 2019 - 15:23

ګردېز (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٨): د پکتيا اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې د ګردېزــ پټان لويه لار کې نا امني ډېره شوې، وسله وال طالبان پر سړک ولاړ وي او دولتي کارکوونکي له ځان سره بيايي.

دوی وايي چې ياده لاره د پکتيا تر ټولو لويه او له ګڼې، ګوڼې ډکه لاره ده چې هره ورځ پرې زرګونه کسان تګ راتګ کوي چې خونديتوب ته يې بايد جدي پام وشي.

په دې اړه د ميرزکې ولسوالۍ اوسېدونکي مايل د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې لويه لار له تېرو څو مياشتو راهيسې امنيتي ننګونې تر بل هر وخت زياتې شوې دي که څه هم امنيتي مسوولينو ژمنه کړې وه چې د لارې په څو ستونزمنو سيمو کې به امنيتي پوستې جوړې کړي، خو په خبره يې تر اوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دی شوی.

نوموړي وويل: ((دولت ويلي وو چې په تنګ، کړکين خوله او نورو ناامنو ځايونو کې پوستې اچوو، کومه ده چې پوسته يې واچوله، ان تر پټانه امنيت خراب دی، هر ځای طالبان راوځي او خلک ځوروي.))

د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی شېر ولي وايي چې د يادې لويې لارې د ويجاړ حالت سربېره، نا امني د دې لارې مسافر له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

ولي زياته کړه: ((له څه وخته د دې لويې لارې امنيت ډېر خراب شوی، مخالفين لارې ته راوځي، له دولت نه مو دا غوښتنه ده چې دې لارې ته ډېر زياته توجه وکړي.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال هم وايي چې په تېرو څو مياشتو کې پر دې لويه لار وسله والو طالبانو څو ځلې خلک ښکته کړي او بيا دولتي کارکوونکي يې ترې وژلي دي.

غروال وويل چې اوس هم په ځينو مشخصو ځايونو کې وخت ناوخت وسله وال طالبان سړک ته راوځي او خلک تلاشي کوي.

ده زياته کړه: ((پر دې لاره نهه ولسوالۍ پرتې دي، دا ډېره مهمه لاره ده خو امنيتي مشکلات يې له حده زيات شوي دي.))

بل لور ته د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت هم د دې لويې لارې امنيتي ستونزې مني او وايي چې د دې لارې پر امنيتي ستونزو د ولايت په امنيتي ناسته کې خبرې شوې او د امن کولو لپاره يې اړوندو ارګانونو ته لارښوونه شوې ده.

حسرت پژواک ته وويل: ((په ځينو هغو متضررو ساحو کې چې له هغه ځايه مسافرو ته ګواښ متوجه کېږي او ستونزې شته، په هغو کې د نوو پوستو په ايجاد او د ځينو اوپراتيفي، کشفي او فزيکي امنيت پر مواردو فکر شوی چې انشاالله د دې مواردو په تطبيق به د لارې امنيت په بشپړ ډول خوندي شي.))

د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.