ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان ښځو شبکه: عمومي اوربند باید د سولې خبرو لومړیتوب وي

د افغان ښځو شبکه: عمومي اوربند باید د سولې خبرو لومړیتوب وي

author avatar
17 Aug 2019 - 17:06
د افغان ښځو شبکه: عمومي اوربند باید د سولې خبرو لومړیتوب وي
author avatar
17 Aug 2019 - 17:06

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۹۸): د افغان ښځو شبکه د سولې په خبرو کې د شته ابهاماتو په اړه اندېښمنې دي او له امریکا او د یاد بهیر له ښکېلو لورو غواړي چې په دې خبرو کې عمومي اوربند لومړیتوب ولري.

د افغان ښځو شبکې رییسې ماریا اکرمي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، افغان ښځې د سولې په بهیر کې له موجوده ابهاماتو او نه رونټیا په اړه ستختې اندېښمنې دي.

هغې زیاته کړه: ((د مسوولو لورو له خوا د کره او سمو معلوماتو نه شریکول، د رسنیو او ټولنیز شبکو له لارې د اوازو خپرېدل، د ټاکنو د نه ترسره کېدو په اړه ګنګوسې، د لنډمهاله حکومت د جوړېدو په اړه ناوړه تبلیغات او د امریکا او طالبانو ترمنځ په داسې حال کې د هوکړه لیک لاسلیک چې د افغانستان خلک یې د محتوا په اړه معلومات نه لري، په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو د ګډون به اړه ګنګوسو پر دغه بهیر د خلکو باور زیانمن کړی دی.))

نوموړې په هېواد کې تل پاتې سوله اړینه وبلله او یې ویل، افغان ښځې په دې برخه کې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

هغې زیاته کړه: ((افغان ښځې د تل پاتې او باعزته سولې لپاره د افغان سولې له ټولو اړوند لوریو لکه امریکا، د سیمې هېوادونو، نړیوال سازمان او ددغه سازمان له غړو هېوادونو، د هېواد له سیاستوالو، حکوت او طالبانو غواړي چې د افغانستان په اړه د سولې هر ډول توافق خپل مسوولیت او صلاحیت وګڼي.))

نوموړې زیاته کړه: ((موږ د امریکا له متحده ایالاتو غواړو چې د سولې د ټولو خبرو محتوا په روښانه ډول له افغان حکومت او خلکو سره شریکه کړي.))

د یادې شبکې له خوا په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ښځې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه له ملګرونو ملتونو غواړي چې د نړیوالو ژمنو او معاهدو د تطبیق په ځانګړې توګه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون سره سم نړیوال اصول او قوانین وڅاري.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ له امریکا، سیمې او نړۍ له هېوادونو او د افغان سولې په خبرو کې له ښکېلو لوریو غواړو چې له ټولو مخکې په افغانستان کې د عمومي اوربند په اړه خبرې وکړي او توافق وکړي.))

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغان ښځو لپاره ټاکنې چې د ولسواکۍ او ډیموکراسۍ یو ارزښت او افغانانو هغه لاسته راوړنه ده چې یوازې او یوازې له دې لارې یو مشروع حکومت جوړولای شي لومړیتوب لري.

د سرچینې په خبره، به هېواد کې د هر ډول لنډمهال حکومت جوړول د ملي ګټو مخالف دي، د افغانستان د خلکو برخلیک یوازې د سیاستوالو په تصمیم نیونه پوړې اړوند نه دی بلکې ټول خلک حق لري چې د خپل برخلیک په اړه تصمیم ونیسي، ځکه د افغانستان د خلکو له ګډون پرته به هېڅ سوله تل پاتې نه وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.