ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خپلواکۍ ورځې په وياړ د غازي امان الله خان د اثارو نندارتون پرانيستل شو

د خپلواکۍ ورځې په وياړ د غازي امان الله خان د اثارو نندارتون پرانيستل شو

author avatar
17 Aug 2019 - 14:35
د خپلواکۍ ورځې په وياړ د غازي امان الله خان د اثارو نندارتون پرانيستل شو
author avatar
17 Aug 2019 - 14:35

کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٨): د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کاليزې په وياړ د غازي امان الله خان د اثارو  او د هېواد خپلواکۍ او پرمختګ لپاره د هڅو نندارتون پرانيست.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیرې حسینې صافۍ د زمري په ٢٦مه په دغو مراسمو کې وویل، د افغانستان خپلواکي په ډېرو قربانیو ترلاسه شوې او د دغو لاسته راوړنو ساتل د ټولو افغانانو دنده ده.

دې زیاته کړه: "د افغانستان ملي موزیم تر څنګ په نورو ولایتونو کې شخصي موزیمونه هم  شته، د اطلاعاتو او کلتور  وزارت په پام کې لري چې په ولایتونو کې هم موزیمونه پياوړي کړي، څو ځوانان او خلک له  تاریخي اثارو خبر شي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیرې همدارنګه وویل: "موږ له هېچا هم کم نه یو، خو څو کلونو جګړو زموږ د هېواد ښکلاوې له خلکو هېرې کړې دي."

د افغانستان د ملي موزیم رييس محمد فهيم رحيمي وویل، په  ننني نندارتون کې ‎د امان الله خان قلم، توره، څو ډوله توپک، تومانچه او د هغه وخت نورې نښې او اثار نندارې ته ایښودل شوي دي.

هغه زياته کړه، د افغانستان له  اثارو خبرتيا د هېواد د پرمختګ لامل کېږي او ساتل یې د دولت او د خلکو دنده ده.

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې سلمې کالیزې ته یوازې یوه ورځ پاتې پاتې ده.

د یادونې ده، د کابل ښار د یو شمېر پخوانیو تاریخي ماڼيو، څلو او برجونو د بیارغوني چارې هم د سلمې کالیزې لمانځلو په ویاړ روانې دي چې د زمري تر ۲۸مې نېټې پورې به بشپړې شي.

د افغانستان خپلواکي په ۱۲۹۸ لمریز کال کې چې له ۱۹۱۹ میلادي کال سره سمون خوري، امان‌الله خان له برېتانوي ځواکونو ترلاسه کړه چې دغه ورځ هر کال په ټول هېواد کې نمانځل کېږي.

د ښار پر واټونو او دېوالونو د بیرغونو ځړول، نقاشۍ، د ونو رنګول، د څراغونو نصب، د ګلدانیو زیاتول او د ښار په بېلابېلو څلورلارو کې د افغانستان د جمهوري ریاست د نښان او د خپلواکۍ شعارونو لیک هغه څه دي چې ورسره د ښار بڼه بدله شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.