ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهاره ۲۶۰ ټنه وچه او لنده مېوه بهر ته صادر شوه

له کندهاره ۲۶۰ ټنه وچه او لنده مېوه بهر ته صادر شوه

author avatar
17 Aug 2019 - 18:34
له کندهاره ۲۶۰ ټنه وچه او لنده مېوه بهر ته صادر شوه
author avatar
17 Aug 2019 - 18:34

کندهار (پژواک، ۲۶ زمری ۹۸): د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کالیزې په ویاړ نن له کندهار څخه په ۲۰ کانټینرونو کې بار ۲۶۰ ټنه لنده او وچه مېوه بهر ته صادر شوه.

په دغو مراسمو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې پلاوي، سوداګرو او د کندهار والي ګډون کړی وو.

د کندهار والي وویل، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کالیزې په ویاړ نن له دې ولایت څخه د ۲۶۰ ټنه وچه او لنده مېوه چې انګور، خټکي، کشمش، بادم او نور په کې شامل دي، پاکستان او هند ته صادر شوه.

هغه زیاته کړه، په ۲۰ کانټینرونو کې بار دغه مېوه د سپين بولدک بندر له لارې صادرېږي چې د هېواد بسیاینې لپاره یو ښه ګام دی.

نوموړي د صادراتو په برخه کې د سوداګرو پر ستونزو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د خپلې دندې له پیل راهیسې یې وخت په وخت د ملي او محلي سوداګرو سره ناستې کړي، د هغوی ستونزې یې اورېدلي او له مرکز سره یې شریکې کړې دي.

د ده په خبره، مرکزي او ولایتي اداره ژمنه ده چې سوداګرو ته به په کور دننه او بهر ټولې اسانتیاوې برابروي، څو محصولات یې په ښه توګه صادر او په بهر کې ښه مارکېټ ولري.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوول حاجي نصر الله زهیر وویل، دا مهال د هند په بازارونو کې د کندهار ۵ کیلوګرامه بسته بندي شوې انګور په ۱۴۰۰ هندۍ روپیو پلورل کېږي چې لامل یې د دې مېوې طبیعي رنګ او خوند دی.

خو ده د وچې او تازې مېوې د صادارتو په برخه کې د یو لړ ستونزو یادونه وکړه چې سوداګر ورسره مخ دي چې لوړه مالیه او نورې دي.

نوموړي له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې د سوداګرو لاسنيوی وشي، اسانتیاوې ورته برابرې شي څو هغوی د سوداګریزې پراختیا لپاره هلې ځلې ډېرې کړي، کورني تولیدات ښه بازار و ومومي او تجارت وده وکړي.

د چارو ادارې د پانګونې د ملاتړ مسوول عبدالباري بلوڅ وویل، د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ نن د سپین بولدک په ګډون د هېواد له ۶ بندرونو په سلګونو ټنه وچه او لنده مېوه او نور محصولات بهر ته صادر شول.

هغه دغه ډول هڅې د یوه صادراتي هېواد په توګه نړۍ ته د افغانستان په ور پېژندلو کې مهم اقدام وباله.

نوموړي دغه راز ژمنه وکړه چې د سوداګرو ستونزې به په مرکزي کچه له اړندو ادارو سره شریکوي څو سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.