ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې د ۲۰۰ بستریزو روغتون جوړولو چارې ټکنۍ شوې دي

پلخمري کې د ۲۰۰ بستریزو روغتون جوړولو چارې ټکنۍ شوې دي

author avatar
17 Aug 2019 - 15:39
پلخمري کې د ۲۰۰ بستریزو روغتون جوړولو چارې ټکنۍ شوې دي
author avatar
17 Aug 2019 - 15:39

پلخمري (پژواک، ۲۶ زمری ۹۸): د بغلان حکومتي چارواکي وايي چې د مرکز پلخمري د ٢٠٠ بستريز روغتون چارې د نامعلوم دليل له مخې ټکنۍ روانې دي.

د بغلان د عامې روغتيا رييس محب الله حبيب د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد روغتون د جوړېدو له چارو خوښ نه دى.

هغه وايي: ((په پام کې وه چې د حسين خېلو سيمې روغتون څلور کاله مخکې جوړ شوى واى، خو د نامعلوم دليل له مخې يې تر اوسه يواځې شاوخوا ٤٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي.))

دی وايي، دغه دوه سوه  بستريز روغتون ته سخته اړتیا ده، باید چې کار یې څومره ژر کېدای شي ترسره شي.

بل لور ته د دغه روغتون ودانولو يوه کارکوونکي عبدالحميد پژواک ته وويل: ((زه څلور مياشتې کېږي چې په دغه روغتون کې ساختماني کارونه کوم، خو په اوونۍ کې يو يا دوه ځلې کار وي.))

د هغه په وينا، کله کاريګر پر خپل وخت کار ته نه حاضرېږي، کله هم سمنټ او سيخ ګول خلاص وي.

دغه راز د همدې پروژې د ساختماني وسايلو يوه ساتونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د اړوندو مسوولينو د نه پاملرنې له امله د روغتون چارې ځنډېدلې دي.

دى هم وايي: ((په ټوله هفته کې يوه ورځ کار کوي، کاريګر هره ورځ راځي خو مسوولين ورته د کار کولو اجازه نه ورکوي.))

بلخوا د دې پروژې پلې کولو مسوولينو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.