ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشريف کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

په مزارشريف کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

author avatar
17 Aug 2019 - 15:36
په مزارشريف کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو
author avatar
17 Aug 2019 - 15:36

مزارشريف ( پژواک،۱۲زمری ۹۸) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په وياړ د کورنيو توليداتو او د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو.

د بلخ د ښځو چارو رييسې مېرمن شهلا حديد د زمري په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد نندارتون يې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخيستو سلمې کاليزې په وياړ جوړ کړی دی.

هغې زياته کړه، په ياد نندارتون کې ۴۰ غرفې نندارې ته وړاندې شوي، چې ټولې د ښځينه صنعت کارانو اړوند دي.

مېرمن حديد زياته کړه، دغه نندارتون به د درې ورځو لپاره د لېدونکو پر مخ پرانيستی وي.

نوموړې وايي، بله موخه يې دا ده؛ څو له دې لارې عام خلک د بلخ د ښځينه صنعت کارانو له توليداتو سره اشنا شي او په دې ډول د يادو توکو لپاره بازار موندنه هم وشي.

د بلخ د ښځو چارو رييسې په خپلو خبرو کې وويل چې له اقتصادي اړخه د ښځو پر ځان بسيا کېدل د دې سبب کېږي، چې کورنيو کې تاوتريخوالی کم شي.

د هغې په وينا، دغه رياست ته د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېری راجع کېدونکی تاوتريخوالی د اقتصادي مشکلاتو له امله وي.

دې له صنعتکارانو څخه هم غوښتنه وکړه، چې له بهرنيو توکو سره د مقابلې لپاره دې د خپلو توليداتو کيفيت ته ډېره پاملرنه وکړي.

مېرمن نصيره د مزارشريف اوسېدونکې ده، چې د غذايي توکو پروسس سنټر لري.

هغې هم خپل لاسي توليدات په دغه نندارتون کې ايښي دي.

نوموړي وايي، په خپل لاس توليد شوي اچار، مربا او د فصلي ميوو شربتونه يې ياد نندارتون راوړي دي.

هغه زياته کړه، د ورته نندارتونونو جوړول، د داخلي توليداتو او لاسي صنايعو د ودې برخه کې مهم رول لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.