زرنج (پژواک، ۲۶ زمری ۹۸): د نیمروز امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او نهه نور ټپيان شوي دي.
د نیمرزو د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي برخې مسوول محمد ابراهیم امنیتي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د زرنج- دلارام پر لویه لار د ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر او یوې بار وړونکې مازدا د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړه، په یاده پېښه کې یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي چې ټول یې د مازدا سپرلي ده.
د ده په خبره، مسافر وړونکی موټر د یوسفي ترانسپورټي شرکت اړوند و چې له کندهاره د نیمروز پر لور روان وو.
نوموړی وايي چې د ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر سپرلۍ ته زیان نه دی اوښتی او د پېښې ټپیان د زرنج ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سرچینې په خبره، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
نوموړي وویل، د پېښې لامل د دواړو موټرو تېز تګ دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن