ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د اوبو نوي بندونه او چيک ډيمونه جوړېږي

په کندهار کې د اوبو نوي بندونه او چيک ډيمونه جوړېږي

author avatar
17 Aug 2019 - 11:24
په کندهار کې د اوبو نوي بندونه او چيک ډيمونه جوړېږي
author avatar
17 Aug 2019 - 11:24

کندهار (پژواک، ۲۶ زمری ۹۸): چارواکي وايي، په کندهار کې د اوبو مهارولو او کرنې د ودې په موخه د دهلې په ګډون یو شمېر بندونه او چیک ډیمونه جوړېږي.

دغه څرګندونې د ارغنداب سیندیزې حوزې رییس انجنیر توریالي محبوبي له پژواک سره په مرکه کې وکړې.

هغه زیاته کړه، مرکزي اداره پلان لري چې په کندهار کې د اوبو مهارولو، تر ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو د غني کولو او کرنې د ودې په موخه یو شمېر لویې پروژې پلې کړي.

نوموړي په دې لړ کې لومړی د دهلې بند یادونه وکړه چې دېوالونه به یې د ۱۲ مترو په اندازه لوړ شي.

دی وايي، د دهلې بند د دېوالونو لوړولو تخنیکي سروې، د بند په خوا کې د ۶۴ کلیو د استملاک د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړولو چارې یوه شرکت ته وسپارل شي.

دغه بند د کندهار د اوو ولسوالیو کرنیزې ځمکې او باغونه خړوبوي چې خلک یې په عملي بڼه د کارونو پیل ته انتظار باسي.

هغه وویل، د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.

دی وايي، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوې دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.

د ده په خبره، شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه له رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۹۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

اوس به د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره دغه بند د ۹۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دې ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري.

ده وویل، په دې وروستیو کې اسيايي پرمختیايي بانک چې په افغانستان کې د برېښنا او کرنیز سکتور د پیاوړتيا لپاره کار کوي، د دغې پروژې د پیلولو هوډ کړی دی.

د دغه بند د دېوالونو لوړولو تر څنګ، د ډېر وخت لپاره د اوبو د زېرمه کولو، کندهار ښار ته د څښاک د اوبو پر لېږد اوله دغه بند څخه د ۲۴ مېګاواټه برېښنا پر تولید ۴۷۰ میلیونه ډالر لګول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.