جلال اباد (پژواک ۲۶ زمری ۹۸): د ننګرهار يو شمېر ځوانانو له طالبانو سره د سولې له روانو مذاکراتو ملاتړ څرګند کړی خو وايي چې د اوسني نظام د پايښت غوښتونکي دي.
بلخوا د ننګرهار والي وایي، د هېواد په روانو جګړو کې دواړو لورو ته ځوانان قرباني کېږي او زیاتوي چې بايد ځوانان سره همغږي شي او خپل هېواد له بدمرغیو وژغوري.
دوی دا څرګندونې د زمري په ۲۶مه په جلال اباد ښار کې د ځوانانو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د ننګرهار د ځينو ولسواليو ځوانانو، د ځوانانو ټولنو، د ننګرهار چارواکو او يو شمېر مدني فعالانو ګډون کړی و.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل، د هېواد په روانو جنګونو کې دواړو لورو ته ځوانان قرباني کېږي، بايد له دې بدبختیو د خلاصون په موخه ځوانان په خپلو کې سره همغږي شي، څو وطن مو له ناخوالو وژغورل شي.
هغه زیاته کړه، د هېواد اويا سلنه نفوس ځوانان تشکيلوي، نو اړينه ده چې ځوان قشر پر یو ټغر راټول او د خپل هېواد په اقتصادي پياوړتيا او جوړونه کې فعاله ونډه واخلي.
د نوموړي په وینا، ځينې کړۍ هڅه کوي چې د خپلو شخصي ګټو خونديتوب لپاره د ځوانانو له انرژۍ ګټه واخلي، نو ځوانان باید هېڅکله د پرديو د شومو دسيسو ښکار نه شي او هېوادنۍ ګټو ته ژمن و اوسي.
نوموړي ځوانانو ته لارښوونه وکړه چې په ټولنیزو رسنیو کې د ستونزو شریکولو تر څنګ د هېواد د سوکالۍ په موخه مثبتو کړنو ته هم انعکاس ورکړي .
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رييس اورنګ صمیم وویل، ټاکل شوې وه چې د ځوانانو نړیواله ورځ پر ټاکلې ورځ نمانځل شوې وه، خو د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت یې یاده ورځ نن ونمانځله .
هغه زیاته کړه، ځیني ځوانان د دې خاورې د ساتنې په موخه قرباني ورکوي، خو ځیني نور یې د تخریب او ورانۍ په موخه جګړه کوي چې د ځوانانو نړیوالې ورځې د نمانځنې یوه موخه د دوی ستونزې اورېدل او ورته د ابادۍ لاره په ګوته کول دي .
په یاده غونډه کې ګڼ شمېر ځوانانو د خبرو پر مهال د خپلو ستونزو شریکولو تر څنګ د نظام ملاتړ وکړ او ژمنې یې وکړې چې د نظام ساتنې د روحیې پیغام به د دغه ولایت نورو ځوانانو ته هم انتقال کړي.
دوی ويل، د سولې له روانو هڅو ملاتړ کوي خو په هېواد کې د شته نظام د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې د سولې قرباني بايد نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن