د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني د شاه دوشمشېره جومات د بیارغونې کار پرانیسته وکړه

ولسمشر غني د شاه دوشمشېره جومات د بیارغونې کار پرانیسته وکړه

Aug 17, 2019 - 09:25

کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٨): ولسمشر اشرف غني په کابل ښار کې د شاه دوشمشېره جامع جومات د بیارغاونې د کار پرانيسته وکړه.

له ارګه د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي،  په دغو مراسمو کې چې د ارګ په چارچنار ماڼۍ کې نیول شوي وو، په کې د غازي امان الله خان لوڼو شهزادګۍ  هندیې او شهزادګۍ ناجیې، یو شمېر دیني عالمانو او د کابل ښاریانو ګډون درلود.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پيکار وویل، د شاه دوشمشېره علیه رحمه جامع جومات د بیارغاونې کار د جمهور ريیس د حکم له مخې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د لرغونو اثارو او جوماتونو د ترمیم او بیارغاونې امریت له لوري پیلېږي.

هغه زیاته کړه، د تدارکاتي مرحلو له بشپړېدو وروسته د دې پروژه قرارداد د ۲۳ میلیونه او ۶۳۱ زره افغانیو په ارزښت له افغاني ساختماني دستګاه سره شوی او د راتلونکي کال د تلې تر ۱۵ نېټې پورې بشپړېږي.

وروسته د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د لرغونو اثارو او جوماتونو د ترمیم او بیارغاونې پروژې ريیس علي فرهاد بیات د یادې پروژې له هغې ډلې د شاه دوشمشېره علیه رحمه جامع جومات د جوړولو او بیارغاونې د مختلفو مرحلو او دا چې په ۱۳۰۶ کال کې د غازي امیر امان الله خان مور بي بي له لوري دوه پوړیز شو، په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د یاد جومات د تاریخچې، اسیب شناسۍ، نقشې جوړولو، د ګنبذې او چت د تزئیناتو، نماګانو، منارو، د اوداسه ځایونو او مطالعاتو او د سیمې له خلکو سره د شاه دوشمشېره علیه رحمه جامع جومات د بیارغاونې په خاطر د ترسره شوو مشورو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د ویاړ ځای دی چې د شاه دوشمشېره علیه رحمه جامع جومات د بیارغاونې کار د پیل په مراسمو کې د غازي شاه امان الله خان لوڼې حضور لري.

د دوی  نیا بي بي د هېواد د تاریخ د هغو نوموتو ښځو له ډلې څخه ده چې د شاه دوشمشېره جومات او د هېواد د نورو فضلاو ارامګاوې هم ترمیم او رغولې دي.

هغه زیاته کړه، جومات د خدای کور او د مسلمانانو د اجتماع مرکز دی او په دې کې شک مه لرئ، د جمهور ريیس او ټول دولت وظیفه دا ده چې جوماتونه جوړ او مرمت کړي.

ولسمشر د ښار جوړولو او ځمکو او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارتونو څخه مننه وکړه او وې ویل، کلکه اراده لرو چې د افغانستان ټول تاریخي اثار ترمیم او مرمت کړو او د جوماتونو له ترمیم وروسته به عمده خانقاوې ترمیمېږي چې له هغې ډلې د مولانا د پلار او چشتیه خانقاوې دي.

هغه د دغه ټکي په بیانولو سره چې جوماتونه د اسلامي فرهنګ د بېلګې په توګه باقي پاتې شي وویل، د یو شمېر کاروان سرایونو نمونوي بیارغاونه به هم پیل شي او د کابل ټول تاریخي جوماتونه او د کابل سیند دواړو لورو ته ودانۍ به هم سروې شي.

د دغو مراسمو په پای کې د هېواد جمهور ريیس په داسې حال کې چې د ښارجوړولو او ځمکو، ارشاد، حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیرانو او د دغو مراسمو ټولو ګډونوالو یې ملتیا کوله، د شاه دوشمشېره علیه الرحمه جامع جومات ته ولاړل او د یاد جومات د بیارغاونې د کار له پرانیستې وروسته یې د هغې بېلابېلې برخې وکتلې او هلته یې د مازدیګر لمونځ ادا کړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement