ميمنه (پژواک، ٢٦ زمری ٩٨): د فاریاب امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت دولت اباد او شيرین تګاب ولسواليو کې د طالبانو او امنیتي سرتېرو ترمنځ په جګړه کې اته طالبان او یو امنیتي منسوب وژل شوی، لس طالبان او پنځه امنیتي منسوبین ټپیان شوي دي.
د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو تېره شپه د دولت اباد ولسوالۍ په مرکز کې پر امنیتي پوستو برید وکړ چې له امله یې پنځه طالبان وژل شوي او د یوه سر ګروپ ملا ادریس په ګډون اوو نور ټپیان شوي دي.
خو د دولت اباد ولسوال عبدالرازق کاکړ د طالبانو برید تایید کړ او ویې ویل، په دې نښته کې چې شاوخوا نیم ساعت یې دوام درلود، یو طالب وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د پولیسو ویاند وویل، طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د شيرین تګاب ولسوالۍ پر مرکز هم برید وکړ چې له څو ساعته نښتې وروسته په کې درې طالبان او یو امنیتي منسوب وژل شوي، درې طالبان او پنځه پولیس ټپیان دي.
خو یوې سیمه ییزې سرچنې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل، په دې نښته کې یو پولیس وژل شوی او اته نور ټپیان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن