د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په مزارشريف کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

په مزارشريف کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

Aug 17, 2019 - 15:36

مزارشريف ( پژواک،۱۲زمری ۹۸) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په وياړ د کورنيو توليداتو او د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو.

د بلخ د ښځو چارو رييسې مېرمن شهلا حديد د زمري په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد نندارتون يې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخيستو سلمې کاليزې په وياړ جوړ کړی دی.

هغې زياته کړه، په ياد نندارتون کې ۴۰ غرفې نندارې ته وړاندې شوي، چې ټولې د ښځينه صنعت کارانو اړوند دي.

مېرمن حديد زياته کړه، دغه نندارتون به د درې ورځو لپاره د لېدونکو پر مخ پرانيستی وي.

نوموړې وايي، بله موخه يې دا ده؛ څو له دې لارې عام خلک د بلخ د ښځينه صنعت کارانو له توليداتو سره اشنا شي او په دې ډول د يادو توکو لپاره بازار موندنه هم وشي.

د بلخ د ښځو چارو رييسې په خپلو خبرو کې وويل چې له اقتصادي اړخه د ښځو پر ځان بسيا کېدل د دې سبب کېږي، چې کورنيو کې تاوتريخوالی کم شي.

د هغې په وينا، دغه رياست ته د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېری راجع کېدونکی تاوتريخوالی د اقتصادي مشکلاتو له امله وي.

دې له صنعتکارانو څخه هم غوښتنه وکړه، چې له بهرنيو توکو سره د مقابلې لپاره دې د خپلو توليداتو کيفيت ته ډېره پاملرنه وکړي.

مېرمن نصيره د مزارشريف اوسېدونکې ده، چې د غذايي توکو پروسس سنټر لري.

هغې هم خپل لاسي توليدات په دغه نندارتون کې ايښي دي.

نوموړي وايي، په خپل لاس توليد شوي اچار، مربا او د فصلي ميوو شربتونه يې ياد نندارتون راوړي دي.

هغه زياته کړه، د ورته نندارتونونو جوړول، د داخلي توليداتو او لاسي صنايعو د ودې برخه کې مهم رول لري.

دې غوښتنه وکړه چې حکومت بايد د لاسي صنايعو او داخلي توليداتو د وړو فابريکو لرونکو سره مرسته وکړي.

نوموړې وايي، د توليداتو پر وړاندې يې د بازار نه شتون، تر ټولو لويه ستونزه ده.

مېرمن نصيره همدا راز وايي، د مزارشريف ښځينه صنعتکارانو  د توليداتو پلورلو لپاره بايد يو دايمي بازار جوړ کړای شي.

فرشته اکبري د مزارشريف بله صنعتکاره ده، چې ياد نندارتون کې يې لاسي توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.

هغه وايي، د تېرو کلونو په پرتله بلخ کې د ښځينه صنعتکارانو وضعيت ښه دی؛ خو زياتوي چې لا هم په دې برخه کې يو لړ ستونزې شته دي.

د مصون ځای نه شتون، د برېښنا کموالی او کمزوری بازار هغه ستونزې دي، چې د مېرمن فرشتې په خبره بلخي صنعتکاران ورسره مخ دي.

شګوفه کوشا د مزارشريف اوسېدونکې ده، چې د ښځينه صنعتکارانو د لاسي صنايعو او توليداتو لېدو ته راغلې ده.

هغې وويل، چې په دغه نندارتون کې يې ډېرې داسې مېرمنې ليدلي، چې پخوا له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ وې؛ خو اوس شخصي کاروبار لري.

نوموړې هم له حکومت څخه وغوښتل چې د خصوصي سکتور او ښځينه صنعتکارانو د لاسنيوي برخه کې همکاري وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement