د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د اوبو نوي بندونه او چيک ډيمونه جوړېږي

په کندهار کې د اوبو نوي بندونه او چيک ډيمونه جوړېږي

Aug 17, 2019 - 11:24

کندهار (پژواک، ۲۶ زمری ۹۸): چارواکي وايي، په کندهار کې د اوبو مهارولو او کرنې د ودې په موخه د دهلې په ګډون یو شمېر بندونه او چیک ډیمونه جوړېږي.

دغه څرګندونې د ارغنداب سیندیزې حوزې رییس انجنیر توریالي محبوبي له پژواک سره په مرکه کې وکړې.

هغه زیاته کړه، مرکزي اداره پلان لري چې په کندهار کې د اوبو مهارولو، تر ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو د غني کولو او کرنې د ودې په موخه یو شمېر لویې پروژې پلې کړي.

نوموړي په دې لړ کې لومړی د دهلې بند یادونه وکړه چې دېوالونه به یې د ۱۲ مترو په اندازه لوړ شي.

دی وايي، د دهلې بند د دېوالونو لوړولو تخنیکي سروې، د بند په خوا کې د ۶۴ کلیو د استملاک د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړولو چارې یوه شرکت ته وسپارل شي.

دغه بند د کندهار د اوو ولسوالیو کرنیزې ځمکې او باغونه خړوبوي چې خلک یې په عملي بڼه د کارونو پیل ته انتظار باسي.

هغه وویل، د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.

دی وايي، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوې دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.

د ده په خبره، شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه له رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۹۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

اوس به د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره دغه بند د ۹۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دې ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري.

ده وویل، په دې وروستیو کې اسيايي پرمختیايي بانک چې په افغانستان کې د برېښنا او کرنیز سکتور د پیاوړتيا لپاره کار کوي، د دغې پروژې د پیلولو هوډ کړی دی.

د دغه بند د دېوالونو لوړولو تر څنګ، د ډېر وخت لپاره د اوبو د زېرمه کولو، کندهار ښار ته د څښاک د اوبو پر لېږد اوله دغه بند څخه د ۲۴ مېګاواټه برېښنا پر تولید ۴۷۰ میلیونه ډالر لګول کېږي.

د دې تر څنګ محبوبي په کندهار کې د ۴ نورو بندونو او چیک ډیمونو د جوړولو خبر هم ورکړ.

ده وویل، مرکزي اداره غواړي په کندهار ښار کې د میانکوه او په ارغستان ولسوالۍ کې د لوړې، ګوهرې او سردکي بندونه جوړ کړي چې د میانکوه بند سروې بشپړه شوې او ډيزاین چارې یې روانې دي او نورو سروې روانه ده.

محبوبي وايي، په یو شمېر ولسوالۍ کې د کوچینو چیک ډیمونو جوړولو لپاره ځایونه ټاکل شوي چې د سروې او ډیزاین چارې به یې پیل شي.

د ده په خبره، د میانکوه بند چې د ښار په شمالي برخه کې دی، له جوړېدو سره به یې د سېلابونو مخنیوی وشي او تر ځمکې لاندې به د اوبو کچه ورسره لوړه شي.

دغه راز ده د ارغستان ولسوالۍ د لوړې، ګوهرې او سردکي بندونه هم ډېر مهم وګڼل او ویې ویل چې د دغو بندونو له جوړېدو سره په په دې او نورو ولسوالیو کې کرنه وده وکړي او د خلکو اقتصاد به پیاوړی شي.

دی وايي، په کندهار کې ورځ تر بلې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټېږي خو د بندونو او چیک ډیمونو په جوړولو سره به د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې د کندهار والي حیات الله حیات کابل ته د خپل سفر پر مهال د اوبو او کرنې په چارو کې د ولسمشر له سلاکار حمید هلمندي سره لیدلي وو او له هغه یې غوښتي وو څو د کندهار ښار د میانکو او ارغستان ولسوالۍ د بندونو د جوړولو چارې ګړندۍ شي.

د اوبو او کرنې په برخه کې د ولسمشر سلاکار حمید هلمندی وايي، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د لوړې بند د سروې لپاره یو میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.

هغه زیاتوي، د دغه بند د سروې او ډيزاین چارې به د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال د اکتوبر په میاشت کې پيل شي.

د ده په خبره، د سروې او ډېزاین چارو له بشپړېدو وروسته به د دغه بند پر جوړولو ۳۰ میلیونه ډالر ولګول شي چې هندوستان یې د ورکولو ژمنه کړې ده.

دی وايي، دمګړی د دغه بند اړوند د قرارداد اخیستو لپاره ۶ کمپنۍ شارټ لیست شوي دي.

دغه راز هلمندی وايي چې د کندهار ښار د میانکو بند د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوي او حکومت یې د جوړولو لپاره بودیجه ځانګړې کړې ده.

ده وویل، دغه بند به د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري چې د کندهار د کرنې او باغدارۍ په برخه کې به لوی پرمختګ رامنځ ته کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement