خوست ښار (پژواک، ٢٦ زمری ۹۸): په خوست کې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ د شاه امان الله خان په دوره کې په خوست کې د چاپېدونکي د ”غازي اخبار‟ اوومه ګڼه چاپ او خپره شوه.
د دې ترڅنګ پرون په خوست کې د سلو کتابونو د چاپ لړۍ هم پيل شوه.
د غازي اخبار له نن څخه سل کاله وړاندې د شاه امان الله خان په دوره کې د لويې پکتيا په کچه په خوست کې چاپ او خپرېده چې شپږ ګڼې يې هماغه مهال خپرې شوې وې او اوومه ګڼه يې پرون په خوست کې له چاپه راووته.
د خوست والي محمد حليم فدايي چې د دغه اخبار او د يو شمېر کتابونو د خپرېدو پرانيستغونډې ته يې خبرې کولې، وويل، هڅه يې دا ده چې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د غازي اخبار چاپ د يوې مهالنۍ په توګه جاري وساتي.
هغه زياته کړه: ((سل کاله وروسته دلته چې د غازي په نوم باندې اخبار چاپېږي دا د خوستوالو لپاره د وياړ خبره ده او تاسو ټولو خوستوالو ته د دې مبارکي وايم او دا د ستاسو وياړ دی.))
پر دې سربېره ولايت مقام د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ په پښتو ژبه د سلو کتابونو د چاپ لړۍ هم پيل کړه چې له دې ډلې درې کتابونو چاپ او نن يې د مخکتنې غونډه جوړه شوې وه.
ليکوال او مدني فعال سپين روان نوروزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو کتابونو او اخبار چاپ او خپرول به نه يواځې د پښتو ژبې د ادبيا په بډاينه کې مرسته وکړي، بلکې د خلکو د ذهنونو په روښانولو او د علمي سويې په لوړېدو کې مهم رول لري.
هغه وايي: ((کله چې علم او خبرې د قلم په ژپه شپول کې راګير شي، هغه خوندي کېږي او هر وخت خلک ترې ګټه اخيستی شي، نو په دې اساس د غازي اخبار او څنک کې نور چاپي اثار چې راتلونکي کې چاپېږي، د ولسونو د ذهنونو د تنوير لپاره اساسي ګام دی.))
ورته مهال د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدانور زاهد پژواک اژانس ته بيا وويل چې د غازي اخبار بيا چاپېدل په رسنيز ډګر کې يو مثبت ګام دی او د ټولنې په ويښتابه کې به مهم رول ترسره کړي.
دی زياتوي: ((غازي اخبار چې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال چاپېده، شپږمه ګڼه يې د خوست په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې موجوده ده، دا چې بيا ځل چاپېږي په رسنيز ډګر کې يو مهم ګام دی او د ولسونو د زهنونو په تنوير کې مهم رول ولري.))
دا په داسې حال کې ده چې له انګرېزانو د خپلواکۍ ګټلو سلمې کاليزې ته يواځې دوې ورځې پاتې دي او د دې ورځې د نمانځلو په خاطر د نورو ولايتونو تر څنګ په خوست کې هم ورته تدابیر نيول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن