ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او ایران د برېښنا انرژۍ په سکتور کې د همکاریو پراختیا هوکړه لیک لاسلیکوي

افغانستان او ایران د برېښنا انرژۍ په سکتور کې د همکاریو پراختیا هوکړه لیک لاسلیکوي

author avatar
18 Aug 2019 - 15:43
افغانستان او ایران د برېښنا انرژۍ په سکتور کې د همکاریو پراختیا هوکړه لیک لاسلیکوي
author avatar
18 Aug 2019 - 15:43

 

کابل (پژواک، ٢٧ زمری ٩٨): په کابل کې افغان او ایراني چارواکي د دواړو هېوادونو سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا پر وېش، په یاد سکتور کې د پانګونو د جذب او نورو مسایلو په اړه خبرې کوي او تر راتلونکو دوو ورځو به دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت په هغې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې، راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرایوي رییس امان الله غالب تېره ورځ له غرمې وروسته په کابل کې له لوړ پوړي ایراني پلاوي سره د یادې موضوع په اړه ګډې ناستې ته خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د ایران هېواد د انرژۍ وزارت مرستیال انجنیر همایون حايزي، په افغانستان کې د ایران مرستیال سفیر سید سعید حسیني، مشاور وزیر علي عدالت، د انرژۍ وزارت د انرژۍ د مرکز د تعمیراتي شرکت عامل مدیر عین الله صالحي او د توانیر شرکت چارواکو ګډون درلود.

سرچینې لیکلي، د یادې ناستې موخه د برېښنا انرژۍ په سکتور کې د اړوند هېوادونو زیاته همکاري ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا د وېش، د ګډې تخنیکي ډلې جوړول، د افغانستان د برېښنا انرژۍ په سکتور کې د پانګونې د فرصتونو تشريح او د لنډې او اوږدې مودې لپاره د کار د عملي نقشې رامنځته کولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشي.

دغه راز سرچینې لیکلي چې د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو د (ایران ـــ افغانستان) مرزي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو د خدمتونو د پراختیا او ارزونې، د ۱۳۹۹ کال لپاره د هرات او نیمروز ولایتونو ته د ۱۳۲ او ۲۰ کیلو ولټ مزو له لارې د برېښنا انرژۍ د پېر تړون د غځېدو، په OPGW سیستم سره د جام ــ هرات تربت د موجوده ۱۳۲ کیلو ولټ مزي د مجهز کولو او د سازنده کېبل او قراردادي شرکت د نوعو او ځانګړتیاوو د ټاکلو په اړه بحث شوی دی.

د ایران د سترو صنایعو د تولیدي او تجهیزاتو له فابریکو د برېښنايي تجهیزاتو پېر، د جام ــ هرات او کندهار تربت د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د بیارغونې لپاره د طرحو مطالعه، د میلک ــ زرنج او زابل ــ فراه د ادیمې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د مزي د بیارغونې د طرحې مطالعې او د زرنج او فراه د ۲۰/۲۲۰ کیلو ولټ سب سټېشنونه هم هغه موضوعات دي چې په دې ناسته کې پرې بحث شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ایران په زابل او خواف او په افغانستان کې یې د ګاونډیو سیمو د بادي او خورشیدي برېښنا انرژۍ د ماشینونو د جوړېدو په برخه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي شرکتونو د ګډې همکارۍ پر طرحه، د لسو کلونو لپاره د اوږدمهاله تړون، له ایرانه د برېښنا انرژی د تبادلې او ترانزیټ او له ایران څخه افغانستان ته د برېښنا انرژۍ د صادرولو د تعرفو کمېدو په تړوا هم په ناسته کې خبرې وشوې.

د افغانستان د برېښنا شرکت له خوا ایران ته د وارداتي برېښنايي انرژۍ د لګښت د بیې ورکولو او لېږد تر څنګ د جامع طرحې او میکانیزم رامنځته کول، د کاري تجربو شریکول، د دغه شرکت د کارکوونکو لپاره د تخصصي کارځایونو او روزنیزو دورو جوړول، د دواړو هېوادونو د برېښنا شبکو د (Synchronization) سنکرونایزېشن ترڅنګ د تخنیکي او تجاري څېړنو ترسره کېدو ته لومړیتوب ورکول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا انرژۍ د ترانزیټ د امکان سنجۍ مطالعه هم هغه موضوعات دي چې په یاده ناسته کې یې په اړه بحث شوی دی.

د یادونې ده، یاده ناسته به دوه ورځې دوام ولري او په پای کې به یې د یادو موضوعاتو په اړه یو هوکړه لیک هم لاسلیک شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.