کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٨): د طالبانو د قطر دفتر وايي چې تر اوسه له امريکا سره د تړون د لاسليکولو نېټه نه ده ټاکل شوې.
د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د زمري په ٢٧مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې لا هم ځيني جزئيات نه دي نهايي شوي.
هغه زياته کړې چې د هوکړې د لاسلیک ورځ هم نه ده مشخصه شوې او تر دې دمه د ځينو جزئياتو پر نهايي کولو کار روان دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ځينو رسنيو او سرچينو خبر ورکړى و چې ګواکې د زمري په ٢٨مه (د اګست ١٩مه) به دغه تړون لاسليک شي.
خو په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ ترمنځ د اتم پړاو خبرو اترو له پاى ته رسېدو وروسته يوې باوري سرچينې پژواک اژانس ته ويلي وو چې دا به د اګست په وروستيو ورځو کې لاسليک شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اتم پړاو خبرو له بشپړېدو وروسته د امريکا د مرکچي پلاوي مشر او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد هند، ناروې او جرمني ته ولاړ او بیا واشنګټن ته ورسېد.
د تېرې جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د افغانستان سولې په اړه ځانګړې ناسته وشوه چې په کې خليلزاد خپل کاري راپور وړاندې کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ د افغانستان له حکومت سره ګډې همکارۍ ته ژمن يو چې په افغانستان کې يوې هر اړخيزې سولې ته ورسېږو.))
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د سولې په دې هوکړه کې د تاوتريخوالي کموالى او اوربند، د دې ډاډ ترلاسه کول چې له افغانستانه به بيا امريکا او متحدينو ته ګواښ نه پېښېږي او افغانانو له يو بل سره د سولې خبرو ته کېنول شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن