کابل (پژواک، ٢٧ زمری ٩٨): ولسمشر یو پلاوي ته دنده سپارلې چې د بهرنیو چارو وزیر د سفرونو، په مالي برخه کې د روڼتیا د څرنګوالي او د تړونونو لاسلیک د څرنګوالي په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه اقدام په بهرنیو چارو وزارت کې د فساد د موجودیت په اړه له اداري فساد سره د مبارزې د نظارت او ارزونې د ګډې کمېټې د راپور له خپرېدو وروسته کړی دی.
د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، له اداري فساد سره د مبارزې د نظارت او ارزونې د ګډې کمېټې (MEC) د روان کال د زمري په ۱۶ مه «په بهرنیو چارو وزارت کې له هېواده بهر ماموریتونو لپاره د کارکوونکو د جذب او ګومارنې بهیر» په نوم یوه څېړنه خپره کړه.
په دې څېړنه کې راغلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ۴۶۰ ډېر کارکوونکي په نارسمي ډول د واسطې له لارې جذب شوي دي.
خو د څېړنې له خپرېدو درې ورځې وروسته بهرنیو چارو وزارت دغه راپور بې بنسټه وباله او ویلي یې و چې یاده څېړنه د شخصي عقدو په اساس ترتیب شوې ده.
د میک راپور له خپرېدو څو ورځې وروسته اوس ولسمشر د یوه فرمان په اساس د بهرنیو چارو وزیر د سفرونو او مالي برخه کې د روڼتیا د څرنګوالي او په بهرنیو چارو وزارت کې د تړونونو د لاسلیک د مراحلو د څرنګوالي د هر اړخیزې ارزونې لپاره یو پلاوی په دنده ګومارلی دی.
د ولسمشر د روان کال د زمري د ۲۴ مې نېټې ۱۴۴۴ شمېرې ددغه حکم یوه کاپي پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې ده.
په یاد حکم کې راغلي، د میک راپور ته په کتو د بهرنیو چارو وزارت په کړنو او اجرااتو کې د تقنیني اسنادو د مراعاتولو په اړه د پوره ډاډ د ترلاسه کولو لپاره د پالیسۍ معاونیت، د ولسمشرۍ ریاست د عمومي دفتر د ریاست د ارزونې او څار د استازي په مشرۍ او د مالیې وزارت، ملي امنیت ریاست، د ملي تدارکاتو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون په غړيتوب د پلاوي ټاکل تایید دي.
ددغه حکم له مخې، یاد پلاوی موظف دی چې د هېواد ملي ګټو ته په پام د وړتیا، تخصص او تجربې په اساس د ډېپلوماتیکو او کونسلي کارکوونکو د جذب او ګومارنې په بهیر کې د تقنیني اسنادو رعایتول او ډېپلوماتیکو ماموریتونو ته د کسانو د لېږلو په برخه کې د تقنیني اسنادو مراعاتول په هر اړخیز ډول وڅېړي.
دغه راز ولسمشر لارښوونه کړې چې دغه پلاوی دې په بهرنیو چارو وزارت کې د ولسمشرۍ ریاست د احکامو د تطبیق او لګښتونو د حساب ورکولو او روڼتیا د څرنګوالي، په یاد وزارت کې د تدارکاتي لګښتونو او مالي چارو د مرحلو په طی کولو کې د تقنیني اسنادو مراعاتولو، د تړونونو د لاسلیک او طی مراحلو د څرنګوالي، د عایداتو او لګښتونو په ګډون په مالي او اداري برخو کې د روڼتیا او حساب ورکولو د څرنګوالي په اړه هم څېړنه وکړي.
د یاد حکم په پای کې راغلي چې دغه پلاوی دې په دوو اوونیو کې خپلې موندنې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړي.
ولسمشر د روان کال د زمري میاشتې په جریان کې هم د لوړ پوړو دولتي چارواکو او مامورینو د سفرونو د طی مراحل او منظورۍ په اړه حکم صادر کړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن