پلخمري (پژواک،۲۷زمری۹۸): په بغلان ولايت کې د ٦٣ ميليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې بشپړې او د ځينو نورو د جوړېدو چارې پيل شوې.
په دې اړه د بغلان د کلیو او پراختیا ريیس انجنیر اول خان احمدزي وويل چې په ده صلاح او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د ۱۹میلیونه افغانیو په لګښت د لارو او څښاک پاکو اوبو ته د لاس رسي درې ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له دغو پروژو څخه به پنځه زره کورنۍ نېغ په نېغه ګټه پورته کوي.
دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ د قرم قول کلي اوسېدونکي بشیراحمد وويل چې د دوى کلي له کلونو راهيسې اوبه نه درلودې، خو د دغو پروژو په تطبيق سره يې اوبه پيدا کړې.
هغه زياته کړه: (( د اوبو نه شتون زموږ ځوانان له مزدورۍ ايستلي وو ټوله ورځ به يې له نورو سيمو څخه اوبه راوړلې.))
همدارنګه د بغلان د کليو او پراختيا رييس دا هم وويل چې په بنو ولسوالۍ کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
هغه وايي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به ١٨ سوه کورنيو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابر شي.
خو د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انکشافي شوراګانو ريیس ا حمد شاه بيا وايي چې دا کوچنۍ پروژې د یو څو کوچنیو کلیو اوسېدونکو ته اسانتياوې برابروي، حکومت بايد سترې پروژې عملي کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن