ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د واده پر مراسمو بريد په نړيواله کچه وغندل شو

کابل کې د واده پر مراسمو بريد په نړيواله کچه وغندل شو

author avatar
18 Aug 2019 - 17:21
کابل کې د واده پر مراسمو بريد په نړيواله کچه وغندل شو
author avatar
18 Aug 2019 - 17:21

کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٨) : د کابل په يوه هوټل کې د واده پر مراسمو ترسره شوى بريد په پراخه نړيواله کچه غندل شوى دى.

تېره شپه د کابل د شپږمې حوزې اړوند د شهر دوبۍ په نوم د ودونو په یوه تالار کې ځانمرګى بريد وشو چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦٣ کسان وژل شوي او ١٨٢ نور ټپيان دي.

ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله ، د ملي امنيت شورا او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼ شمېر چارواکو او سياسيونو دا بريد غندلى دى.

دغه راز په نړيواله کچه هم دا بريد غندل شوى دى.

په کابل کې دملګرو ملتونو دفتر يوناما مشر تدامیچي یاماموتو ويلي : ”په قصدي ډول د ملکیانو په نښه کول یو جنایت او د ژورې اندېښنې وړ مسله ده، چې د ترهګرۍ یوه وېرونکې کړنه یې بللی شو.“ هغه وویل: ”زه پرملکیانو ددغه قصدي برید غندنه کوم چې په قصدي ډول دهغو خلکو په منځ کې د وېرې د خپرولو نښه ده، چې لادمخه ډېرځورېدلي دي.“

هغه زياته کړې،  د ودونو دغه تالار چې برید په کې شوی دی، د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې موقیعت لري، چې د شیعیه اقلیت مسلمانانو د اوسېدونکو له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده. يوناما ويلي، تردې وړاندې هم ددغه اقلیت پر وړاندې په قصدي ډول یوشمېر ترسره شوي بریدونه يې ثبت کړي دي.

بلخوا په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، د امريکا، بريتانيا او جرمني سفيرانو، د ايران او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو او ګن شمېر نورو هېوادونو هم دا بريد غندلى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.