ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د بلخ ځينې ولسوالۍ ورځ تر بلې ناامنه کېږي

خلک: د بلخ ځينې ولسوالۍ ورځ تر بلې ناامنه کېږي

author avatar
18 Aug 2019 - 14:42
خلک: د بلخ ځينې ولسوالۍ ورځ تر بلې ناامنه کېږي
author avatar
18 Aug 2019 - 14:42

مزارشريف (پژواک، ۲۷ زمری ۹۸): د بلخ د خلکو استازي او عام خلک وايي چې حکومت د دغه ولایت د ناامنيو او جګړو په برخه کې بې تفاوته دی.

دوی زياتوي چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د بلخ امنیتي حالت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي خو د مخنيوي لپاره يې اغېزناک ګامونه نه اخيستل کېږي.

د بلخ امنيه قومانداني بيا وايي چې د طالبانو ګڼ بريدونه یې شنډ کړي او د هغوی د پرمختګ مخه يې نيولې ده.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګلرحمان همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بلخ ګڼې ولسوالۍ د نا امنيو او جګړو له جدي ګواښ سره مخ دي.

هغه زياته کړه چې له تېرو اتلسو کلونو راهيسې د بلخ له خلکو سره د مور میرې چلند شوی چې له امله يې د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله هم رامنځته شوې ده.

نوموړي وويل: ((د بلخ کومې ولسوالۍ چې نا امنه دي، لوی لامل يې د حکومت له خوا له يادو سيمو سره د مور میرې چلند او همدا راز د يادو سيمو د نا امنيو او جګړو په تړاو بې تفاوته پاتې کېدل دي.))

همدرد وايي چې اوسني وضعيت ته په کتو به د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې ټاکنې ونه شي.

هغه زياتوي چې دولتي مسوولينو بار بار له خلکو سره ژمنه کړې چې د نا امنيو او جګړو کابو کولو لپاره به جدي اقدامات کوي خو په خبره يې چې پر دغو ژمنو عمل نه دی شوی.

د همدرد په وينا، د سيمو ناسم امنيتي وضعيت ته په کتو د بلخ ډېری خلکو ورته ويلي چې له ټاکنو سولې پروسې ته دوی لومړيتوب ورکوي.

چهاربولک د مزارشريف ښار په ۴۰ کېلومترۍ کې پرته هغه ولسوالۍ ده، چې په وروستيو اوونيو کې درنو جګړو ځپلې ده.

د دې ولسوالۍ د انکشافي شورا رييس رحمت الله بهرامي پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې يواځې د ولسوالۍ او امنيه قومانداني ودانۍ د حکومت په لاس کې دي او پاتې نورې سيمې طالبانو تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

هغه زياتوي، چې په چهاربولک کې د بېلابېلو کلو تر منځ غځېدلې لارې هم نا امنيو ځپلي او په ډېری لارو کې د چاودېدونکو توکو موجوديت ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.