ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د ازرې لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

د لوګر د ازرې لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

author avatar
18 Aug 2019 - 14:45
د لوګر د ازرې لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی
author avatar
18 Aug 2019 - 14:45

پل علم (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ازرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال له خپلو پنځو نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندانۍ وياند احمد شکيل تسل د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د مرکز پل علم اړوند د بابوس په سرسنګ سيمه کې بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو پر مهال د ازرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي محمدالله مشهور په فاروقي له خپلو پنځو نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

د نوموړي په وينا، مولوي محمدالله په ازره ولسوالۍ کې د يوې ٤٥ کسيزې وسله والې ډلې مشري هم کوله.

د شکيل د معلوماتو له مخې، د تېرې شپې په بريدونو کې د طالبانو يو سراچه موټر، درې ميله کلاشينکوفونه، يو ميل پيکا او يو شمېر نورې وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

دغه راز د بابوس د سرسنګ سيمې اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وويل چې تېره شپه اته بجې د دوى په کلي کې بمبار شوى دى.

هغه وايي: ((ځيني طالبان په کې وژل شوي، خو زه يې په اړه معلومات نه لرم چې څوک دي.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.