ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د پروني برید ډېرى قربانيان په ډله ييز ډول خاورو ته وسپارل شول

د کابل د پروني برید ډېرى قربانيان په ډله ييز ډول خاورو ته وسپارل شول

author avatar
18 Aug 2019 - 16:15
د کابل د پروني برید ډېرى قربانيان په ډله ييز ډول خاورو ته وسپارل شول
author avatar
18 Aug 2019 - 16:15

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۹۸): په کابل کې د واده پر مراسمو د تېرې شپې ځانمرګي بريد ډېرى قربانيان په ډله ييز ډول خاورو ته وسپارل شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې او ٤٠ دقيقې د شپږمې حوزې اړوند د چهاردهي په سيمه کې د شهر دوبۍ په نوم  يوه هوټل کې د واده پر مراسمو ځانمرګي بريد وشو چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦٣ کسان ووژل شول او ١٨٢ نور ټپيان شول.

طالبانو یاد بريد غندلى او په کې لاس لرل یې رد کړي، خو داعش ډلې بيا د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دی.

بلخوا ولسمشر ويلي چې طالبان د دغه برید په غندلو سره ځان ته برائت نه شي ورکولای؛ ځکه ترهګرو ته خپله دوی د دغسې کړنو زمینه برابره کړې ده.

د دغه واده يوه ګډونوال پژواک ته وويل چې د واده کورنۍ د کابل د چهاراسياب ولسوالۍ اړوند ده، خو اوس په کابل ښار کې اوسېږي.

د دې کورنۍ لس جنازې نن چهار اسیاب ته یووړل شوې.

یاده چاودنه د شهر دوبۍ د ودونو تالار د سټېج مخې ته د ډوډۍ خوړلو پر مهال شوې ده.

د واده ګډونوال وايي چې ناوې او زوم له دغه بريده روغ وتلي خو د کورنۍ نور غړي يې وژل شوي دي.

په ياده پېښه کې د څو کورنيو ګڼ شمېر غړي وژل شوي چې د کابل ښار د بېلابېلو سيمو په هديرو کې په ډله ييز او انفرادي ډول خاورو ته وسپارل شول.

د يادې پېښې يوې کورنۍ اووه وژل شوي غړي نن د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د قلعه بختيار په سيمه کې يو ځای په يو ډله یيز قبر کې خاورو ته وسپارل شول.

په يادو اوو کسانو کې درې ماشومان او پاتې يې ځوانان وو.

دغه راز په دې پېښه کې د وژل شوو ۱۳ مړي د کابل ښار لوېديځ ته په دوغ اباد سیمې په هديره کې خاورو ته وسپارل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.