لښکرګاه (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٨): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د مور او ماشوم پنځوس بستريز روغتون له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالاحد حازم د اړوندې موضوع په اړه جوړ شوو مراسمو ته وويل چې دغه روغتون د عامې روغتيا وزارت له لوري د درې نيم ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
هغه وايي چې د مور او ماشوم دغه پنځوس بستريز روغتون په مرکز لښکرګاه کې جوړ شوى چې زرګونه کسان به ترې استفاده وکړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه روغتون کې د ولادي ناروغیو تر څنګ د هغو نورو ناروغيو درملنه هم کېږي چې ميندې او ماشومان ورسره مخ دي.
دغه راز په دې غونډه کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې په دغه ولايت کې ميندې او ماشومان له ګڼو ناروغيو سره مخ دي چې د درملنې لپاره يې دغه روغتون جوړ شوى دى.
والي زياته کړه: ((زه ډېر خوشحاله يم چې دغه روغتون مو نن ګټې اخيستنې ته وسپاره، په دې سره به د مور او ماشوم د مړينې کچه ډېره راټيټه شي.))
همدارنګه د هلمند ولايتي شورا رييس عطاالله افغان وويل چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې خلک د روغتيايي خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي.
ده هم د ياد روغتون پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به يو څه د مور او ماشوم د ناروغيو درملنه وشي.
د يادونې ده، د هلمند تر څنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم خلک د روغتيايي خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي او ډېرى وخت له دې برخې شکايتونه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن