ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژاندو وسله والو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي وژلي

ناپېژاندو وسله والو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي وژلي

author avatar
18 Aug 2019 - 14:20
ناپېژاندو وسله والو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي وژلي
author avatar
18 Aug 2019 - 14:20

غزني ښار (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٨): په غزني کې ناپېژاندو وسله والو د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې چې په پايله کې يې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې ناپېژاندو وسله والو په قره باغ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې دي.

هغه وايي: ((دغه خلک د قرباغ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وو او غوښتل یې چې ښار ته راشي چې د واغظ په مربوطاتو کې ډزې پرې شوې دي.))

د هغه په وينا چې په دې پېښه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

خو د قره باغ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي علي محمد پژواک ته وويل چې دغه کسان د قرباغ ولسوالۍ د نېختې سيمې اصلي اوسېدونکي دي چې په شېراباد سيمه کې وژل شوي دي.

دى زياتوي: ((دوى ټول اته کسان وو، اول يې له موټره ښکته کړي، بيا یې پرې ډزې کړې چې درې تنه په کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.))

په دې اړه د غزني د ولايتي شورا رييس نصيراحمد فقيري پژواک ته وويل چې له کلونو راهيسې د نېختې او شېراباد سيمو د اوسېدونکو ترمنځ ستونزې دي چې بايد حل کړاى شي.

د يادونې ده، د نېختې په سيمه کې هزارګان او د شېراباد په سيمه کې پښتانه ژوند کوي چې له څو کلونو راهيسې يې د کارېز د اوبو پر سره لانجه ده.

شاوخوا دوه کاله وړاندې د نېختې اوسېدونکو په شېراباد سيمه کې د يوې کورنۍ دوه غړي ووژل او د ښځو په ګډون يې درې نور کسان ټپيان کړل او اته تنه نور يې د څو ورځو لپاره برمته کړي وو چې بيا د حکومت د مداخلې په پايله کې راخوشي شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.