ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: طالبان د کابل برید پر غندلو ځان ته برائت نه شي ورکولی

ولسمشر غني: طالبان د کابل برید پر غندلو ځان ته برائت نه شي ورکولی

author avatar
18 Aug 2019 - 15:45
ولسمشر غني: طالبان د کابل برید پر غندلو ځان ته برائت نه شي ورکولی
author avatar
18 Aug 2019 - 15:45

کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٨): ولسمشر اشرف غني په کابل کې د واده پر مراسمو د تېرې شپې بريد غندلو ترڅنګ ويلي، طالبان نه شي کولای د دغه برید په غندلو سره ځان ته برائت ورکړي؛ ځکه ترهګرو ته د فعالیت زمینه خپله دوی برابره کړې ده.

تېره شپه د کابل د شپږمې حوزې اړوند د شهر دوبۍ په نوم د ودونو په یوه تالار کې ځانمرګى بريد وشو چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦٣ کسان وژل شوي او ١٨٢ نور ټپيان دي.

له ارګه د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه برید په کلکو ټکو غندلی او سخت پرې خواشینی دی.

هغه زياته کړه، دا ترهګریز برید د عامو هېوادوالو د خوښۍ پر مراسمو شوی چې هېڅ ډول نظامي او دولتي هدف په کې نه و.

ولسمشر ويلي، د خوښۍ پر مراسمو، ښوونځیو، جوماتونو، بازارونو او عامه ځایونو کې زموږ پر خلکو برید د دې ښودنه کوي چې یوې تروریستي ډلې زموږ د بېګناه خلکو وژلو ته ملا تړلې ده.

نوموړي زیاته کړې، نړیواله ټولنه باید د دې ډول وحشیانه او بشریت ضد اعمالو پر وړاندې غلي پاتې نه شي، بلکې د عاملینو په  تعقیب او محکومیت کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.

ولسمشر اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دې دردناکې پېښې هر اړخیزه څېړنه او ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته عاجله رسېدنه وکړي.

هغه زياته کړې، طالبان د دغه برید په غندلو سره ځان ته برائت نه شي ورکولای؛ ځکه چې ترهګرو ته خپله دوی د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

خو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او غندلې یې ده.

ولسمشر په ټینګار سره ویلي، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له جنایتکارو تروریستانو د بېګناه هېوادوالو د هر څاڅکي وینې  غچ اخلي او د مشروع قوې په استعمال به هغوی د هېواد په هره څنډه کې سخت وځپي.

هغه همداراز د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبرۍ ته دستور ورکړ چې د دغه برید د عاملینو د تعقیب او ځپلو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن ورځې لپاره خپل ټول کمپایني پروګرامونه لغوه کړل او په پام کې ده چې د هېواد د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه ځانګړې امنیتي غونډه رهبري کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.