د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتیکا کې ۱۱ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پکتیکا کې ۱۱ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Aug 18, 2019 - 17:29

ښرنه- اسعد اباد (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٨): په پکتيکا او کونړ ولايتونو کې د شاوخوا ١٩ ميليونه افغانيو په لګښت ځینې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د پکتيکا د ولسي تړون پروګرام ولايتي مسوول محمد شفيق شپون د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولایت په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د لس ميليونه افغانيو په لګښت ١١ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

هغه وايي چې په دغو پروژو کې پنځه د پاکو اوبو رسولو پروژې او شپږ ژورې څاګانې شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو ٨٠ سلنه لګښت د ولسي تړون پروګرام له لارې او پاتې نور يې د سيمې د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی دی.

د هغه په وينا، له دغو پروژو به ٢٥٠٠ کورنۍ ګټه پورته کړي چې له دې وړاندې يې په يادو برخو کې له ستونزو سره مخ وې.

دغه راز د دې ولسوالۍ يوه قومي مشر زر خان پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرو خلکو له دې مخکې پاکو اوبو ته لاسرسى نه درلود.

هغه وايي: ((د دغو پروژو په جوړېدو سره تر ډېره زموږ د پاکو اوبو مشکل حل شوى دى.))

زرخان زياتوي چې د يحيى خېلو اوسېدونکو په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې نو ځکه اوس په کې پرمختيايي کارونه ترسره کېږي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې د برېښنا رياست ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د کونړ د برېښنا رييس عبدالشکور وويل چې دغه ودانۍ په درېيو پوړونو کې د ٩،٨ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.

ده زياته کړه: ((تر دې وړاندې موږ په يوې زړې ودانۍ کې خپلې اداري چارې پر مخ وړلې چې په ډېر مشکل کې و خو اوس مو مشکل حل شو.))

په دې غونډه کې د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وويل چې په دغه ولايت کې اوس هم ډېرې دولتي ادارې خپل ملکيتونه او ودانۍ نه لري.

هغه زياته کړه: ((موږ هڅې پیل کړې چې د کونړ ولایت د ادارو لپاره یو منظم اداري کمپلېکس جوړ کړو څو ټولې ادارې د خپلو دفترونو او ملکیتونو درلودونکې شي.))

دغه راز والي وويل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د مناګي برېښنا بند چارې هم بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د يادونې ده، د مناګي برېښنا بند له جوړېدو سره به د مرکز اسعداباد اوسېدونکو د برېښنا ستونزه هواره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement