ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین د سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی

چین د سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی

author avatar
18 Aug 2019 - 19:26
چین د سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی
author avatar
18 Aug 2019 - 19:26

کابل (پژواک ٢۷ زمرى ٩٨): د افغانستان لپاره د چين ځانګړى استازى د سولې د بهیر د هر څه ښه پلي کېدو په برخه کې د خپل هېواد هر اړخیز ملاتړ څرګند کړ او وايي، هېواد يې د افغانستان د سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دى.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي دانګ شي‌جون او ورسره پلاوي سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دغې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې پروسې د بېلابېلو پړاوونو په پلي کولو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت په رول او د خبرو اترو په برخه کې د چین هېواد په همکارۍ خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، شي‌جون د سولې د بهیر د هرڅه ښه پلي کېدو په برخه کې د خپل هېواد هراړخیز ملاتړ څرګند کړ.

له بلې خوا د سولې په چارو کې د دولت وزیر رحیمي د امریکا سفارت د سولې او پخلاینې له سلاکار آلن میسنهیمر او ورسره پلاوي سره هم کتلي دي.

له ياد شوي وزارت څخه پژواک ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د بین الافغاني خبرو اترو د پیل او له خبرو وروسته پروسو د چمتووالو او همغږیو په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، په دغې کتنه کې همدا راز ټینګار وشو چې یواځې افغان دولت او خلک کولی شي د سولې په برخلیک تصمیم ونیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.