ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رولا غني: حکومت سولې ته ژمن دی خو د نظام بدلون نه غواړي

رولا غني: حکومت سولې ته ژمن دی خو د نظام بدلون نه غواړي

author avatar
18 Aug 2019 - 16:24
رولا غني: حکومت سولې ته ژمن دی خو د نظام بدلون نه غواړي
author avatar
18 Aug 2019 - 16:24

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۹۸): د هېواد لومړۍ مېرمنې د سولې پر راوستو ټينګار کړی خو د نظام له بدلون سره يې کلک مخالفت ښودلی دی.

رولا غني دغه څرګندونې نن په کابل کې د انځورونو د يوه نندارتون په پرانيستغونډه کې وکړې.

هغې وويل، په افغانستان کې بايد داسې سوله راشي چې خلکو ته خوښي او سوکالي ور په برخه کړي.

هغې زياته کړه: ((موږ سوله غواړو، خو نه پوهېږم چې څنګه سوله وکړو؛ ځکه دوى له هېواده بهر ناست دي او پر دې هم نه پوهېږو چې لګښت يې څوک ورکوي.))

لومړۍ مېرمنې وويل چې افغان حکومت د سولې راوستو ته ژمن دى خو د نظام له بدلون سره جدي مخالفت کوي.

هغې وويل: ((دغه نظام دى چې خلکو ته يې د بيان ازادي ورکړې، څو خپل غږ پورته کړي او خپلې غوښتنې مطرح کړي.))

دغه راز رولا غني پر وسله والو طالبانو نيوکه وکړه، ویې ویل چې هغوی نه شي کولای نېغ په نېغه د حکومت له لوري مطرح شوو پوښتنو ته ځواب ورکړي، بلکې ځواب یې د بهرنيانو په مشوره او خوښه وي.

د هغې په اند، د افغانستان خلک اوس پوه شوي او دا باوري ده چې ښه او روښانه راتلونکى به ولري.

د يادونې ده، په وروستيو څو مياشتو کې د افغان سولې په اړه د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ اته ځلې د قطر هېواد په دوحې ښار کې ناستې ترسره شوې دي.

په يادو ناستو کې دواړه لوري وروستي پايلې ته نه دي رسېدلي خو وايي چې په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.