ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د شاه امان الله خان پر مزار د ګلو ګېډۍ کېښودل شوه

ننګرهار کې د شاه امان الله خان پر مزار د ګلو ګېډۍ کېښودل شوه

author avatar
19 Aug 2019 - 13:54
ننګرهار کې د شاه امان الله خان پر مزار د ګلو ګېډۍ کېښودل شوه
author avatar
19 Aug 2019 - 13:54

جلال اباد (پژواک، ۲۸ زمری ۹۸): په ننګرهار کې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ د خپلواکۍ د اتل غازي شاه امان الله خان په مزار د ګلو ګېډۍ د پوځ د سرتېرو په رسمي مراسمو کېښودل شوه.

ياد مراسم چې د زمري په ۲۸مه سهار مهال د امير شهيد په بڼ کې ترسره شول، د ننګرهار والي، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان، د ننګرهار امنيه قوماندان او څو نور چارواکي ورغلي وو.

د ننګرهار والي شاه محمود مېاخيل وويل، نن د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت په جلال اباد ښار کې درې څلي پرانيزي چې يو يې هم د خپلواکۍ څلی دی.

هغه دغه راز يادونه وکړه چې د ستر ملي بيرغ د پورته کېدو مراسم هم پلان شوي او پر دې سربېره به له غرمې وروسته د خپلواکۍ د نمانځلو په موخه د ولايت په مقام کې پراخ او شانداره مراسم ترسره شي.

هغه زياته کړه، دغو مراسمو ته عام خلک هم وربلل شوي او د پوځي پرېټونو ترڅنګ به په کې نورې مېلې او پروګرامونه هم ترسره شي.

دغو مراسمو ته د خپلواکۍ د اتل غازي شاه امان الله خان لمسۍ د شهزادګۍ هنديې لور شهزادګۍ ثريا هم ورغلې وه.

عامو خلکو دا ورځ په ولولو ونمانځله؛ له تېرې شپې راهيسې ځوانان او ماشومان د جلال اباد ښار واټونو ته راوتلي، اتڼونه کوي، خوشحالۍ کوي او له ځان سره ملي بيرغونه لېږدوي.

حاجي محمد د پچيراګام له ولسوالۍ جلال اباد ښار ته د خپلواکۍ ورځې د نمانځلو په موخه راغلی دی. هغه پژواک ته وويل: ((نن ډېر خوشحاله يم چې په خپل وطن کې يم، د خپل وطن خپلواکۍ جشن کې يم. خدای دې وکړي چې هېواد ته سوله راشي او جنګ جګړې ختمې شي.))

افغانستان پوره سل کاله وړاندې (د ١٢٩٨ لمريز کال د زمري ٢٨مه) د شاه امان الله خان په قيادت له انګرېزي ښکېلاکه خپلواکي اخيستې چې اوس يې د سلمې کاليزې نمانځنه کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.