ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې چاودنو ٨٣ کسان ټپيان کړي

په ننګرهار کې چاودنو ٨٣ کسان ټپيان کړي

author avatar
19 Aug 2019 - 13:50
په ننګرهار کې چاودنو ٨٣ کسان ټپيان کړي
author avatar
19 Aug 2019 - 13:50

درېيم تعقيب، جلال اباد (پژواک، ۲۸ زمری ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې نن له غرمې مخکې تر لسو ډېرې چاودنې شوې دي، روغتيايي چارواکي وايي، لږ تر لږه ٨٣ تنه ټپيان تر اوسه روغتون ور وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نورو ولايتونو او ښارونو تر څنګ په جلال اباد ښار کې هم د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخيستلو د سلمې کاليزې نمانځغونډې ترسره کېږي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د شپږو چاودنو رامنځته کېدو او د شپږو ماينونو د شنډولو خبر تاييد کړی دى.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ظاهر عادل پژواک ته وويل، د نن ورځې له چاودنو د جلال اباد حوزوي روغتون ته ٧٢ ټپيان انتقال شوي دي.

هغه زياته کړه، په ټپيانو کې اووه تنه ماشومان دي او د يوه ټپي روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

خو د عامې روغتيا يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې د نن ورځې له چاودنو څخه تراوسه ٨٣ تنه روغتون ته انتقال شوي چې له ډلې يې د څلورو تنو حالت نازک دى.

د هغه په وينا، په ټپيانو کې ٢٣ ماشومان شامل دي.

عيني شاهدان او د جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي، له نن سهار راهيسې يې په جلال اباد ښار کې تر لسو د ډېرو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

دغه راز يوه چاودنه د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند په چمتلې ښارګوټي کې هم شوې چې تر اوسه يې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د چاودنو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.