د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني د بې ګناه افغانانو وژلو د غچ اخیستو ګواښ وکړ

ولسمشر غني د بې ګناه افغانانو وژلو د غچ اخیستو ګواښ وکړ

Aug 19, 2019 - 13:29

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۹۸): ولسمشر غني د بې ګناه وګړو د وژلو د غچ اخيستو ګواښ کړی او ويلي یې دي چې د بېلابېلو تروريستي ډلو ځالې او د جګړې منشا د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته دي.

هغه زیاتوي چې د نړۍ هېڅ قوت نه شي کولی افغان ولس محوه کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل کې د دارالامان ماڼۍ د پرانيستغونډې په مراسمو کې د دې ورځې د مبارکۍ ويلو تر څنګ زیاته کړه چې نن د افغانستان د وياړلې خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمه کاليزه ده.

له دې مخکې نن سهار ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې او د خپلواکۍ د ګټونکي اعليحضرت غازي امان‌الله خان په درناوي د ملي دفاع په وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

په دغو مراسمو کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سترې محکمې مشر، د ملي شورا د دواړو جرګو مشرانو، د ملي امنيت سلاکار، لوی څارنوال، د شاه امان‌ الله خان لوڼو شهزادګۍ هنديې او شهزادګۍ ناجيې، د کابينې يو شمېر غړو، د علماوو د سراسري شورا مشر، د وسله‌ وال پوځ يو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د ځينو هېوادونو سفيرانو او استازو ګډون درلود.

له هغه وروسته ولسمشر د دارالامان ماڼۍ ته ولاړ او تازه بیارغول شوې دغه ماڼۍ يې پرانيسته.

د دارالامان ماڼۍ د ۱۳۰۴ - ۱۳۰۶ لمريزو کلونو کې د پخواني پاچا امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د جرمني انجنيرانو تر نظر لاندې جوړه شوه چې ۱۵۰ کوچنۍ او لويې خونې لري.

امان الله خان دا ماڼۍ د خپل دولت د کارونې لپاره په خپل نوم جوړه کړې وه.

خو په شپېتمه لسيزه کې له دې ماڼۍ د افغانستان دفاع وزارت ګټه اخيسته.

د ډاکټر نجيب الله د دولت پر ضد د پخواني دفاع وزير جنرال شاهنواز تڼي په مشرۍ د ۱۳۶۸ کال د سلواغې د ۱۶مې په کودتا کې دا سيمه بمبار شوه او يوه برخه يې له منځه ولاړه.

دغه راز د اويايمې لسيزې کورنيو جګړو پر مهال دارالامان ماڼۍ ته ډېر زيان واوښت او په پای کې په کنډواله بدله شوه او هېڅ ګټه نه ترې پورته کېده؛ خو په ۱۳۹۵ کال د افغانستان حکومت کابينې دا موضوع تصويب کړه چې د دارالامان ماڼۍ د نږدې ۱۶ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت ورغول شي.

ولسمشر غني نن د دارالامان ماڼۍ ته ورغلى و او هلته يې په خپله وينا کې وويل: "بدبختانه د خپلواکۍ د بېرته اخيستو سلمه کاليزه د تراژيدۍ تر شعاع لاندې راغله، زه نن د خپلواکۍ او د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستو په تړاو د غازي امان الله خان د اهميت په اړه خبرې نه کوم."

هغه زياته کړه، له شانداره نمانځلو څخه هدف دا و چې ملت او ځوان نسل ته د هېواد پخوانى عظمت تداعي شي او په خپله خاوره او تاريخ افتخار وکړي او د استقلال قدر وکړي، د وطن پرستۍ احساس يې لا پياوړی شي.

خو دی زياتوي: "زموږ د ازادۍ او خپلواکۍ دښمن، زموږ د خلکو دښمن او د دې خاورې دښمن دا جشن او دا خوشحالي نه شوای ليدلی، دا دښمن زموږ له زړورو وسله والو ځواکونو سره مقابله نه شي کولی، دوی زموږ د امنيتي او دفاعي ځواکونو له برکته په هېڅ ډول زموږ د دغې خوشحالۍ مخه نه شوای نيولی."

ولسمشر غني وايي: "له بده مرغه زموږ د وطن دښمن دومره نامرده، دومره بې غيرته او دومره ذليل او پرېوتی دی چې د واده په مراسمو يې تروريستي بريد وکړ. يو کاملاً ملکي ځای يې په نښه کړ، ماشومان او ښځې يې په نښه کړې او په ډېر وحشيانه ډول يې زموږ ښاريان په وينو ولمبول."

وړمه شپه د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د شهر دوبۍ په هوټل کې د واده پر مراسمو ځانمرګی بريد وشو چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ ملکي وګړي په کې ووژل شول او ۱۸۲ نور ټپيان شول.

طالبانو دغه بريد وغانده او خپل لاس يې په کې رد کړ، خو داعش ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه واخيست.

ولسمشر غني نن بیا وويل: "طالبانو د وړمې شپې په بريد کې له لاس لرلو انکار وکړ او له ملامتۍ يې خپله اوږه و ایسته، خو د دې ډول وژنو او بې رحمه قتلو تهداب هغوی اېښی دی. طالبانو څو څو ځلې په جوماتونو، ښوونځيو او عامه اماکنو کې دغسي ظالمانه، وحشيانه او بې رحمانه بريديونه کړي او مسووليت يې هم منلی دی."

د ده په وينا، د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو وحشتونه د ټول ولس په حافظه کې ثبت دي، د بې دفاع وګړو د تلفاتو اصلي مسوولين طالبان دي او نورو تروريستي ډلو ته هم طالبانو د فعاليت بستر او زمينه برابره کړې ده.

دی وايي، ده د کابل د ترهګريز بريد قربانيانو ته د درناوي په موخه د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د سلمې کاليزې نمانځغونډه وځنډوله.

خو هغه زياته کړه: "موږ د دې او نورو بريدونو غچ حتماً اخلو؛ موږ د خپلو ملکي او بې ګناه وګړو د هر څاڅکي وينې غچ اخلو، موږ به دا غچ په دوه ډوله اخلو؛ اول، موږ به خپل امنيتي او دفاعي ځواکونه نمانځو، د هغوی قدرداني به کوو چې د خپلو وينو په بدل کې زموږ له استقلال او ملي بيرغ څخه دفاع کوي. له ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ زما په شمول د هر افغان ملي فريضه ده، د افغانستان دښمنانو او تروريستانو ته به زموږ د ولس تر ټولو مناسب ځواب او غچ دا وي چې د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونه قدر وکړو."

ولسمشر غني د افغان ځواکونو پر ملاتړ او قدردانۍ ټينګار وکړ او ويې ويل، زموږ ژمنه دا ده چې د داعش جرړې هغه که په ختيځ کې وي او يا په شمال او مرکز کې، له منځه وړو. لکه څنګه چې يې په ننګرهار کې وښوده، پر هغې به هېڅ ډول ترحم ونه کړي او د داعش پر وړاندې به په پوره جديت سره خپلو مبارزو ته دوام ورکوي.

دی وايي: "تاسې وليدل چې عام ولس طالبانو ته په رسنيو کې پيغور ورکاوه، زه هم له عامو افغانانو سره ځان شريک بولم او طالبانو ته وايم، که د بهرنيو عسکرو د وتلو په هکله ستاسو ادعا رښتيا وي، نو بيا ولې د استقلال ورځ ردوئ؟ طالبه! که افغان يې! د افغان په وينه ودرېږه! که نه موږ سره په دې خاوره کې شريک نه يې."

ولسمشر غني له ټول ولس څخه غوښتنه وکړه، که چېرې د دوی په کور، کلي، ناحيې، ګذر، د کار په محيط او ادارې کې د داعشي افکارو عناصر موجود وي، افشا دې يې کړي، څو د دغو افشا کولو يوه ملي پروسه پيل شي او زياتوي چې په دې پروسه کې د امنيتي او کشفي ارګانونو تعلل او غفلت د منلو نه دی، د افشاګرۍ هره قضيه بايد جدي تعقيب او په اړه یې عاجل اقدام وشي.

هغه زياته کړه، لکه څنکه چې د خپلواکۍ د اعلان په ورځ غازي امان الله خان خپله توره له تيکي را وايسته، اوس د دې وخت را رسېدلی چې د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د سلمې کاليزې په درشل کې ملت د ترهګرۍ د هيولا پر وړاندې خپله توره را وباسي او پر وړاندې يې مبارزه وکړي.

غني وايي: "دښمن غواړي زموږ ملي بيرغ تور کړي، موږ د خپل درې رنګه بيرغ او ملي سمبول له استحکام څخه په پوره قوت دفاع کوو؛ زه نن له خپل ملت سره د وير پر ټغر ناست يم، په پوره جديت سره ژمنه کوم چې د داعش او نورو تروريستانو جرړې به وباسم او ملاتړي به يې همدا شان د وير په ټغر کېنوم."

هغه زياتوي، په تېرو کلونو کې د طالبانو او د بېلابېلو ترهګريزو ډلو ډېری مشران د ډيورنډ کرښې په ختيځې او سوېلي څنډو کې وژل شوي او دا ادعا ثابتوي چې د جنګ منشا او ځالې د ډيورنډ کرښې هغې خوا ته دي.

ولسمشر د غني ډيورنډ کرښې د هاغه غاړې پر ولسونو غږ وکړ چې: "تاسو ډېر بشرپاله او سوله غوښتونکي انسانان ياست، د جنګ او تروريزم قربانيان او يرغمل ياست؛ د هر ميکانيزم له لارې چې تاسو کولای شئ په سيمه کې د تاوتريخوالي د توليد مرکزونه، ادرسونه او د روزنې مرکزونه په نښه کړئ او ټولې نړۍ ته يې افشا کړئ څو زموږ له دغې برحقه داعيې ټوله نړۍ خبره شي."

هغه وايي، نړيواله ټوله بايد د ا ډول د بشريت ضد او وحشيانه کړنو پر وړاندې خاموشي اختيار نه کړي، بلکې دوی بايد د ترهګرو د ځالو د پيدا کولو او وحشيانه کړنو د غندنې په موخه د افغانانو تر څنګ ودرېږي.

ولسمشر وايي: "زموږ جنګ د بشريت له دښمنانو سره جنګ دی، دا بايد تولې نړۍ ته واضح شي چې افغان ولس يواځې له خپل استقلال څخه دفاع نه کوي، بلکې د ټول بشريت له بقا څخه دفاع کوي؛ د نړۍ هېڅ قوت افغان ولس نه شي محوه کولی."

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement