ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتیکا کې د خپلواکۍ سلمه کالیزه په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه

په پکتیکا کې د خپلواکۍ سلمه کالیزه په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه

author avatar
19 Aug 2019 - 16:12
په پکتیکا کې د خپلواکۍ سلمه کالیزه په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه
author avatar
19 Aug 2019 - 16:12

ښرنه (پژواک، ٢٨ زمرى ٩٨): د هېواد د خپلواکۍ سلمه کاليزه د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې د زرګونو خلکو او چارواکو له لوري په بېلابېلو مراسمو سره ونمانځل شوه.

د دغه ولايت د مرکز ښرنې د فوټبال لوبغالي کې د غازي امان الله خان او افغانانو له لوري له انګليسانو د هېواد د خپلواکۍ بيا ترلاسه کولو پر سلمې کالیزې، د ازادۍ پر ارزښت او اهميت ويناوالو خبرې وکړې.

والي مجيب الرحمن څمکني د غازي امان الله خان پر مېړانې، شهامت او بېلا بېلو اړخونو خبرې وکړې او هغه يې د خپلواکۍ اتل ياد کړ.

قومي مشر وکيل بادشاخان، د ولايتي شورا غړي افسرخان هم وويل چې افغانانو همېشه ازادي ترلاسه کړې، خو پاللې يې نه ده.

هغوى پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې بين الافغاني خبرو ته چمتو شي؛ ځکه په نورو هېوادونو کې د سولې خبرې بې پايلې دي او هېڅ افغان ته د منلو نه دي.

د خپلواکۍ سلمه کاليزه په اورګون او خيرکوټ ولسواليو کې هم په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه چې برخه والو د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو ترڅنګ د افغان امنيتي ځواکونو غاړو ته ګلونه هم واچول.

دغه کاليزه چې د قومي مشرانو له لوري د پخوانيو ټوپکونو په وړلو سره ونمانځل شوه، په وياړ يې ځانګړې ترانې وويل شوې، سپورتي نمايشونه او اتڼونه ترسره شول.

په يادو مراسمو کې د اکرم په نوم يو ماشوم د هېواد اوسنی حالت د خپل پلار د وژنې د تمثيلي ټوټې په انځورولو سره چې په هېواد کې د روان جګړه ييز حالت، وژنو، دربدريو او ګڼو نورو ناخوالو يادونه په کې شوې وه، وړاندې کړ.

دا لومړى ځل دى چې په هېواد کې په ځانګړي ډول پکتيکا کې د هېواد د خپلواکۍ ورځ په خوندورو او شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.