ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین: هیله من یو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېني او اوربند وکړي

چین: هیله من یو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېني او اوربند وکړي

author avatar
19 Aug 2019 - 10:31
چین: هیله من یو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېني او اوربند وکړي
author avatar
19 Aug 2019 - 10:31

کابل (پژواک، ٢٨ زمرى ٩٨): د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړى استازى د دې ترڅنګ چې وايي حاضر دى د افغانستان او پاکستان د اړيکو په ښه والي کې مرسته وکړي، له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره مذاکره او اوربند وکړي او سیاسي ژوند ته داخل شي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي دینګ شیجون سره وکتل.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې دینګ شیجون وویل، چین او افغانستان نږدې او ښې اړیکې لري او موږ په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان ملاتړ کړی دی.

هغه زیاته کړه، چین دې ته هیله من دی چې طالبان د افغانانو غوښتنه ومني او له اصلي لوري سره چې د افغانستان حکومت دی، مذاکره او اوربند وکړي او سیاسي ژوند ته داخل شي.

د ده په وينا، دغه راز چین هیله لري د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د سولې پروسې په تحقق کې خپل فعال رول ادا کړي، همدارنګه د افغانستان او پاکستان د نږدې اړیکو د تامین غوښتونکی دی او حاضر دی د دغو دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه والي کې مرسته وکړي.

ولسمشر غني  د چین له ملاتړه مننه  وکړه او ويې ویل، افغانستان له چین سره نږدې امنیتي همکاري لرلې او د چین د شرقي ترکستان جنبش له ترهګریزې ډلې (ETIM) سره چې د دغه هېواد لپاره یو ګواښ دی، مبارزه کوي.

هغه زیاته کړه، طالبان تر اوسه هم د یوې ترهګریزې ډلې په توګه په افغانستان کې د شرقي ترکستان جنبش (ETIM) په ګډون له زیات شمېر تروریستي شبکو سره اړیکې لري.

دى وايي، موږ باید له طالبانو سره د یوې ډلې په توګه عمل وکړو، باید دغې ډلې ته د مشروع دولت په نظر ونه ګورو؛ ځکه دا د چین او بین المللي اصولو او موازینو خلاف کار دی.

غني څرګنده کړه، طالبان پر هېڅ ولایت او د افغانستان پر نفوس کنټرول نه لري او د هغوی دغه ادعا چې د افغانستان پر څو سلنه خاورې حاکمیت لري، له حقیقت څخه لرې ده.

هغه وویل، د طالبانو او امریکا ترمنځ ابتدايي هوکړه لیک به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي.

غني ټینګار وکړ، زموږ جمهوري نظام به هېڅکله هم له یوې ډلې سره تر بحث لاندې رانه شي او طالبان مجبور دي چې سیاسي حل لاره انتخاب کړي؛ ځکه دغه ډله هېڅکله نه شي کولای یو ستر نظام سقوط کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.