کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۹۸): ګوګل د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د خپلې پاڼې له لوګو سره د افغانستان درې رنګ ملي بيرغ ایښی او پاس یې پرې د خپلواکۍ سلمه کاليزه ليکلې ده، دغه راز ټاکل شوې نن ماښام د اماراتو پر تر ټولو دنګې ودانۍ هم د افغانستان ملي بيرغ روښانه کړل شي.
پوره سل کاله مخکې د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۲۸مه افغانستان خپله خپلواکي بېرته واخيسته او له هماغې ورځې راهيسې دغه ورځ په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي.
په دې ورځ افغان مجاهد او قهرمان ولس د شاه امان الله خان غازي په مشرۍ له انګرېزي ښکېلاکه د ګران هېواد افغانستان خپلواکي بيا وګټله او برېتانوي استعمار يې اړ کړ چې د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژني.
د انګرېزي ښکېلاک پر وړاندې د غازي امان الله د جګړې او مبارزې اعلان د افغان مجاهد ولس، سترو عالمان او روحانيونو د جهاد فتوا ورکړه، يرغلګر انګرېزان مات او له خپل وياړلي هېواده يې وشړل او هغوی هم مجبور شول چې د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژني.
نن د خپلواکۍ سلمه کاليزه ده، دغه وياړلې ورځ په ملي او نړيواله کچه نمانځل کېږي.
ګوګل (Google) هم د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د خپلې پاڼې له لوګو سره د افغانستان درې رنګ ملي بيرغ ایښی او پاس یې پرې د خپلواکۍ سلمه کاليزه ليکلې ده.
په ورته وخت کې د عربي متحده اماراتو پر تر ټولې دنګې ماڼۍ "الخليفه برج" هم نن ماښام د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت وياړلى درې رنګه ملي بیرغ ښودل کېږي.
دغه مطلب په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د سفارت فرهنګي اتشې صديق امرخېل پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړ.
ده وويل، په اماراتو کې مېشت ملګري نن ماښام د نړۍ تر ټولو له لوړې ودانۍ الخليفه برج سره راټولېږي.
هغه زياتوي: "ټاکل شوې ده چې نن ماښام په خير سره د ګران هېواد افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۰مې کاليزې په وياړ د الخليفه برج ودانۍ د افغانستان په ښکلي درې رنګه بيرغ رڼا شي او دغه کار په وړيا توګه د ورور هېواد متحده عربي اماراتو په همکارۍ ترسره کېږي."
د ده په وينا، دا په تاريخ کې لومړی ځل دی چې الخليفه برج د افغانستان په بيرغ باندې ښکلی کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن