ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ابراهيمزاده: طالبان د مزار- شبرغان لارې له موټرو محصول اخلي

ابراهيمزاده: طالبان د مزار- شبرغان لارې له موټرو محصول اخلي

author avatar
20 Aug 2019 - 15:27
ابراهيمزاده: طالبان د مزار- شبرغان لارې له موټرو محصول اخلي
author avatar
20 Aug 2019 - 15:27

مزارشريف (پژواک، ۲۹ زمری ۹۸): په ولسي جرګه کې د بلخ استازی او په شمال زون کې د کريم خليلي په مشرۍ د وحدت اسلامي ګوند مسوول عباس ابراهيم زاده وايي چې په وروستيو اوونيو کې د بلخ امنيتي وضعيت تر ټولو خراب حالت تللی دی.

هغه له حکومتي مشرانو غواړي چې د کمپايني وعدو پر ځای دې د خلکو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.

عباس ابراهيم زاده، د زمري په ۲۹مه په مزارشريف ښار کې يوه خبري کنفرانس ته خبرو کې وويل چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو بې پروايۍ له امله د شمال زون امنيتي وضعيت له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

هغه زياته کړه چې وسله وال طالبان په بلخ ولايت کې د مزار- دره صوف  او د جوزجان- مزار پر لويو لارو ښکاره چيک پاينټونه لري او د سوداګرو له مالونو باج او محصول اخلي.

نوموړی زياتوي چې طالبانو په دې وروستيو کې سوداګرو ته پيغام استولی او د پيسو غوښتنه يې ترې کړې ده.

د ابراهيم زاده په خبره، هره ورځ د مزار- جوزجان پر لاره له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې سوداګريز موټر تګ راتګ کوي چې په اوسط ډول له هر موټره طالبان ۲۰زره افغانۍ محصول اخلي.

د ولسي جرګې دغه غړي همدا راز وويل چې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې سيمه ييز پوليس يا له طالبانو سره يو ځای شوي او يا هم له خپلو سيمو تېښتې ته مجبور کړای شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې روانو نا امنيو د خلکو پر کاروبار ناوړه اغېز کړی او ډېری شتمن کسان هڅه کوي چې له خپلو کورنيو سره بهرنيو هېوادونو ته کډه وکړي.

ابراهيم زاده وويل: ((حکومتي مشران پر ټاکنيزو کمپاينونو بوخت دي، خپل راتلونکي پنځه کلن پلانونه خلکو ته وايي؛ خو د اوس لپاره هېڅ نه کوي، خلک تباه شول خو دوی خپل کمپاينونه کوي.))

هغه زياته کړه چې د بلخ نا امنه کولو ته مافيايي ډلو، وسله والو طالبانو او د غلو بانډونو لاس يو کړی دی.

نوموړي پر امنيتي مسوولينو غږ وکړ چې د نمايشي جلساتو جوړېدو پر ځای دې له خلکو د دفاع لپاره جدي اقدامات وکړي.

د ابراهيم زاده په خبره، امنيتي مسوولين د رسنيو له لارې خلکو ته ډاډ ورکوي چې په ولسواليو کې يې امنيت ټينګ کړی خو په وينا يې چې خپله امنيتي ځواکونه هم د امنيتي ستونزو له امله ولسواليو ته سفر نه شي کولای.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.