ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د المپيک ملي کمېټه د پکتيا ۳۶ فدراسيونونو ته د کال يوازې ۲۶ زره افغانۍ ورکوي”

“د المپيک ملي کمېټه د پکتيا ۳۶ فدراسيونونو ته د کال يوازې ۲۶ زره افغانۍ ورکوي”

author avatar
20 Aug 2019 - 17:16
“د المپيک ملي کمېټه د پکتيا ۳۶ فدراسيونونو ته د کال يوازې ۲۶ زره افغانۍ ورکوي”
author avatar
20 Aug 2019 - 17:16

ګردېز (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٨): په پکتيا کې ځیني ورزشکاران وايي چې په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو اړوندې ادارې ورته اړينه پاملرنه نه کوي.

دوی وايي چې ياد ولايت په بېلابېلو برخو کې ګڼ ورزشکاران لري، خو د اسانتياوو د نه شتون له امله نه دي ځليدلي.

د دغو کسانو له ډلې د بدن ښکلا فدارسيون د زون دفتر مشر شريف منګل د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو اتلس کلونو راهيسې په پکتيا کې د ورزش په برخه کې هېڅ د پام وړ لوی کار نه دی  شوی.

منګل وويل چې په دې وروستيو کې د ولايتي ادارې له خوا د ورزشي جمنازيم د بنسټ ډبره کېښودل شوه او دوی ته د ځينو نورو کارونو کېدو ژمنه ورکړل شوې خو يو هم نه دی عملی شوی.

نوموړي زياته کړه: ((ورزشکارانو ته هېڅ کار نه دی شوی او ژمنې هم ټولې دروغ دي، ان که د کومې پروژې د بنسټ ډبره هم کېښودل شوې، هغه هم د خلکو غولولو په خاطر ده او کار يې نشته.))

دغه راز د کېک جوجتسو برخې ورزشکار استاد نور وهاب ثابت هم ورزش ته د اړوندو ادارو پر نه پاملرنه نيوکه کوي او وايي، په پکتيا کې ورزشکارانو پر خپل شخصي لګښت ورزشي امکانات برابر کړي دي.

ثابت پژواک ته وويل: ((ورزش ته هغه څوک کار کوي چې خپله ورزش کوي، تجارانو يا دولتي ادارو توجه نه ده کړې. له دولتي مربوطه ادارو مو هېڅ شی هم نه دي ليدلي، تشويق او امتياز نشته، يوازې په ملي ورځو کې ورزشکاران ور وغواړي او موږ دې ورځو ته په احترام هر وخت حاضر شوي يو.))

د فوټبال فدراسيون مشر شمس الرحمن هميم وايي چې په ګردېز کې د فوټبال هېڅ معياري لوبغالی نه لري او نه هم د فوټبال په ملي ليګونو کې لازمه ونډه ورکول کېږي.

هميم وويل: ((ميدانونه موږ په خپلو شخصي امکاناتو جوړ کړي، موږ فوټبالران له خپل جېبه ۵۰۰ او زر افغانۍ ټولوو، خو هغه هم دولتي ځمکې نه دي او شخصي ځمکې دي چې د وخت په تېرېدو هغه ځمکې بېرته راڅخه اخيستل کېږي.))

يو شمېر نورو لوبغاړو هم ورته څرګندونې وکړې او د ستونزو د حل کېدو غوښتنه يې وکړه.

د يادو څرګندونو په اړه د پکتيا د اولمپیک رياست سرپرست ګل کريم سحر پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې له کرکټ پرته د بېلابېلو لوبو کابو پنځوس زره ورزشکاران له دوى سره ثبت دي چې ځينو يې په نړيوالو لوبو کې د سرو زرو، سپينو زرو او برنزو مډالونه هم ګټلي دي.

سحر وويل چې د اولمپيک مرکزي اداره هر کال د پکتيا ۳۶ فدراسيونونو لرونکي ولايت ټولو ورزشي برخو ته يواځې ۲۶زره افغانۍ ورکوي چې په خبره يې د ورزشکارانو هېڅ درد نه دوا کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.