میمنه (پژواک، زمری ۹۸): د فاریاب یوه امنیتي سرچینه وایي، د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې درې ملکیان وژل شوي، اوه تنه نور ټپیان شوي او یو نوی جوړ شوی صحي کلینیک هم زیامن شوی دی.
یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومتي ځواکونو تېره شپه شاوخوا يوولس نيمې بجې د طالبانو د له منځه وړلو په موخه د قیصار ولسوالۍ په هزاره قلعه سیمه کې هوایي بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، یو بمب پر یوه ملکي کور لګېدلی دی چې په پایله کې د یادې کورنۍ دوه سړي او یو ماشوم وژل شوي او پنځه نور چې ښځې او ماشومان دي، ټپيان دي.
سرچینه وایي، په يوه بل هوايي بريد کې چې د دې ولسوالۍ په شاخ سیمه کې شوى دى، یو صحي کلینیک چې نوی رغول شوی و، زیانمن شوی دی، خو ځاني زيان نه دى اوښتى.
د قیصار ولسوال حاجي رحمت الله په هزاره سیمه کې د ملکي وګړو وژل کېدل مني، خو ويلي یې دي چې یاد کسان په هوایي حمله کې نه، بلکې د وسله والو له خوا د ځای پرځای شوي ماین له امله وژل او ټپیان شوي دي.
نوموړي په داسې حال کې چې وايي يادې شوې د طالبانو تر واک لاندې دي، زياتوي، له هوایي بریده خبر نه دى، خو د یادې کورنۍ غړي د طالبانو له خوا د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن