کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۹۸): کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې طالبانو تېره شپه د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د «بوی هزاره ناصري» د نجونو ښوونځی سوځولی خو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.
د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ناپېژاندو کسانو تېره شپه یوه نیمه بجه د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د «بوی هزاره ناصري» په نوم د نجونو د ښوونځي اداره سوځولې ده.
سرچینې زیاته کړې، تر اوسه د یادې لېسې د سوځولو لامل نه دی معلوم خو امنیتي ارګانونه یې په اړه پلټنې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې پېښه کې د زده کوونکو حاضري، کتابخانه، یو شمېر څوکۍ او مېزونه سوځېدلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده لېسه کې ۷۰۰ نجونې زده کړې کوي خو نن د ښوونځي د سوځېدو له امله نه وې ورغلې.
پوهنې وزارت دغه کار غندلی او عاملان یې د پوهې او معرفت دښمنان یاد کړي، یاد وزارت د جګړې له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د ښوونځیو د امنیت ساتنې په برخه کې له پوهنې وزارت سره مرسته وکړي.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې یاد ښوونځی وسله والو طالبانو سوځولی دی.
هغه زیاته کړه: ((طالبان یې اوس هم وحشت ته دوام ورکوي، عالم، انجنیر، ډاکتر او قومي مخور وژني او د علم او معرفت دروازې تړي او سوځوي یې.))
خو د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد د کورنیو چارو وزارت ادعا ردوي او وايي چې طالبان د ښوونیزو مرکزونو مراقبت او ساتنه کوي نه دا چې زیان ورته ورسوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن