کابل (پژواک،۲۹ زمری ۹۸): د کابل ښار د ودونو د تالارونو ټولنې ددغه ښار د ودونو د هوټلونو د امنیت ساتلو لپاره طرحه جوړه او د عملي کېدو لپاره یې امنیتي ارګانونو ته سپاري.
دا په داسې حال کې ده چې د زمري میاشتې په ۲۷ مه داعش ډلې له خو په شهر دوبۍ د ودونو تالار کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۶۳ کسان ووژل شول او ۱۸۲ نور ټپیان شول.
د کابل ښار د ودونو د هوټلونو د ټولنې رییس حاجي محمد نادر قرغه يي نن د هوټلونو له مالکانو سره ددې شورا په ناسته کې وویل، د شهر دوبۍ په نوم د ودونو پر هوټل برید د خلکو او هوټل لرونکو په روحیه منفي اغېز کړی دی.
نوموړي له امنیتي سرتېرو وغوښتل چې د ودونو د هوټولو امنیت ټینګ کړي څو خلک په ډاډه زړه خپلو مراسمو ته لاړ شي.
هغه د پانګوالو او د دوی د مالونو د امنیت ټینګښت د حکومت دنده وګڼله او ویې ویل: ((هیله من یو چې د کابل پولیس له موږ سره د امنیت په ټینګښت کې برخه واخلي.))
قرغه يي زیاته کړه، په نننۍ ناسته کې د هوټلونو د مالکانو له خوا د کابل ښار د ودونو د تالارونو د امنیت ساتلو لپاره طرحه جوړېږي.
د ده په خبره، ټاکل شوې سبا یاده طرحه د عملي کېدو لپاره له امنیتي ارګانونو سره شریکه کړي.
نوموړي دغه راز په کابل کې د ودونو د هوټلونو د فعالیت د بندېدو په اړه خپرې شوې ګنګوسې رد کړې او ویې ویل، له امنیتي سرتېرو سربېره د هوټلونو خاوندانو هم د هوټل او خلکو د امنیت ساتنې لپاره تدابیر نیولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن