ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلمی خلیلزاد طالبانو سره نهم پړاو خبرو لپاره قطر ته روان شوی

زلمی خلیلزاد طالبانو سره نهم پړاو خبرو لپاره قطر ته روان شوی

author avatar
20 Aug 2019 - 22:44
زلمی خلیلزاد طالبانو سره نهم پړاو خبرو لپاره قطر ته روان شوی
author avatar
20 Aug 2019 - 22:44

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۹۸) : د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د روانو هڅو په لړ کې د کابل او دوحې په لوري روان شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د زمري په ۲۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دوحه کې هغه به له طالبانو سره خبرې اترې له سره پیلوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هغه سفر د امریکا د هغو هڅو برخه ده، چې غواړي د افغان شخړې ته یو سوله ییز هواری پیدا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې خلیلزاد به کابل ته هم ځي او هلته به دافغان حکومت له مشرانو سره د سولې د روانې پروسې او بین الافغاني مذاکراتو پر چمتووالي خبرې کوي.

سرچینې ویلي، دا چې زلمی خلیلزاد به دا ځل نورو کومو هیوادونو ته سفرونه کوي، تر اوسه نه دی معلوم.

د یادونې وړ ده، چې شاوخوا لس ورځې مخکې زلمی خلیلزاد طالبانو سره تر اتم پړاو خبرو وروسته ناڅاپه هند ته ولاړ، بیا جرمني او ناروي ته یې سفر وکړ او له هغې وروسته واشنګټن ته ولاړ.

نوموړي څو ورځې کې د سپینې ماڼۍ په هغه ناسته کې ګډون وکړ، چې پکې  ولسمشر ټرمپ، دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، داستخباراتو ، د پوځ مشرانو او نورو چارواکو برخه اخیستې وه.

په قطر کې یوې دیپلوماتیکي سرچینې پژواک ته ویلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون ممکن داګست د میاشتې په وروستیو کې لاسلیک شي.

ویل کیږي، چې د دې تړون تر لاسلیک یوه اونۍ وروسته په ناروې کې بین  الافغاني مذاکرات پیلیږي، افغانستان لپاره د ناروې ځانګړی استازی چې کابل ته راغلی، نن دسولې په چارو کې ددولت وزیر سلام رحیمي او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله سره ولیدل او ویې ویل چې دوی د بین الافغاني مذاکراتو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.