ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شهزادګۍ ثريا: خلک دې د سولې او امنیت راتلو لپاره د حکومت ملاتړ وکړي

شهزادګۍ ثريا: خلک دې د سولې او امنیت راتلو لپاره د حکومت ملاتړ وکړي

author avatar
20 Aug 2019 - 11:31
شهزادګۍ ثريا: خلک دې د سولې او امنیت راتلو لپاره د حکومت ملاتړ وکړي
author avatar
20 Aug 2019 - 11:31

 

جلال اباد (پژواک، ٢٩ زمری ۹۸): د هېواد د خپلواکۍ د اتل غازي شاه امان الله خان لمسۍ او د شهزادګۍ هنديې لور شهزادګۍ ثريا ملک وايي، د ننګرهار ليدل يې له وړوکوالي ارمان و.

هغه وايي، په وړوکوالي کې ورته خپلې نيا ملکې ثريا او مور يې شهزادګۍ هنديې د ننګرهار د ښکلاګانو کيسې کړې وې؛ نو ځکه يې دا ارمان و چې له دغه ولايت څخه ليدنه وکړي.

شهزادګۍ ثريا پرون د زمري په ۲۸مه جلال اباد ښار ته راغلې وه او د امير شهيد په بڼ کې يې د خپل نيکه شاه امان الله خان په مقبره باندې د ګلو ګېډۍ کېښوده.

نوموړې له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د نمانځلو او دا چې د ننګرهار ليده يې ارمان و؛ نو ځکه دغه ولايت ته راغلې ده.

شهزادګۍ ثريا وايي، خپلې نيا يې (ملکې ثريا) پرې له ډېرې مينې خپل نوم ايښی دی او ډېره ورته ګرانه وه.

دې د ملکې ثريا قبر ته د دعا پر مهال له سترګو اوښکې توی کړې او يادونه يې وکړه چې له هغې سره يې ډېر عمر يوځای تېر کړی دی.

د غازي امان الله خان لمسۍ وايي، هغه مهال چې شاه ژوندی و او له هغې وروسته څو کلونو کې د خپلواکۍ جشن په شاندارو مراسمو نمانځل کېده؛ خو په هېواد کې وروستيو جنګ جګړو دا مراسم ډېر کم رنګه کړي دي.

شهزادګۍ ثريا هيله منه ده چې په هېواد کې تل پاتې سوله راشي او امنيت تامين شي.

هغې له افغانانو وغوښتل چې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره له اوسني حکومت سره اوږه په اوږه ودرېږي او په هېواد کې سوله تامين کړي.

شهزادګۍ د افغان حکومت او په ځانګړې توګه له ولسمشر اشرف غني مننه وکړه چې کلونه وروسته يې د غازي امان الله خان د مقبرې د بيارغونې چارې په پخوانۍ بڼه پيل کړې دي.

د غازي امان الله خان مقبره چې څو لسيزې وړاندې رغول شوې وه، څو ځلې بيارغول شوې خو اوس د بنايي ملي ادارې په خپل پخواني ډيزاين د دې مقبرې د رغون چاره پيل کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.