کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٨): د افغانستان او ناروې حکومتونو له طالبانو سره د افغان حکومت د راتلونکو "بين الافغاني" مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.
په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ له ممکنه تړون وروسته به په يوه اوونۍ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني مذاکرات پيلېږي.
ويل کېږي چې دغه مذاکرات به د اروپايي ناروې هېواد په پلازمېنه اسلو کې ترسره شي.
د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړى استازى پير الاس کابل ته راغلى او په دې اړه يې له افغان چارواکو سره خبرې پيل کړې دي.
د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزير سلام رحيمي د زمري په ٢٩مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې نن يې د ناروې له ځانګړې استازي سره ليدلي دي.
هغه زياته کړې ده چې په دې ليدنه کې د جرمني او امريکا استازو هم برخه اخيستې وه.
رحيمي ويلي چې په دې ناستو کې د راتلونکو بين الافغاني خبرو پر چمتووالي په تفصيل سره خبرې شوې دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزير وايي، افغان حکومت ژمن دى چې د افغانستان اوږده جګړه په سوله ييزه بڼه پاى ته ورسېږي.
د نوموړي په وينا، افغان حکومت دا ډاډ ورکوي چې افغانان د سولې پروسې له لارې تلپاتې او باعزته سوله غواړي.
بلخوا د اجرائيه رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناروې ځانګړي استازي پير الاس له ډاکتر عبدالله سره هم پر سولې او بين افغاني مذاکراتو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست صلاح الدين رباني، د جرمني او امريکا د سفارتونو استازو هم ګډون درلود.
سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د سولې پروسې پر وروستيو پرمختګونو او د ناروې له خوا د بين الافغاني مذاکراتو د کوربه توب لپاره پر چمتووالي خبرې وشوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن