ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې پرونيو چاودنو نږدې سل کسان ټپيان کړي دي

ننګرهار کې پرونيو چاودنو نږدې سل کسان ټپيان کړي دي

author avatar
20 Aug 2019 - 16:07
ننګرهار کې پرونيو چاودنو نږدې سل کسان ټپيان کړي دي
author avatar
20 Aug 2019 - 16:07

جلال اباد (پژواک، ‌۲۹ زمرى ٩٨ ):  د ننګرهار اوسېدونکي په دغه ولايت کې د تېرې ورځې له پنځلسو ‌‌‌‌‌‌ډېرو چاودنو په اړه د چارواکو ناغېړۍ او د وکيلانو چوپه خوله پاتې کېدو له امله ګيله من دي او وايي چې مسوولين بايد په دې اړه سپیناوی وکړي.

پرون د زمري په ۲۸مه د خپلواکۍ د جشن نمانځلو پر مهال په ننګرهار کې تر پنځلس ‌‌‌‌‌‌ډېرې چاودنې وشوې چې له امله يې نږدې سل کسان ټپيان شول.

د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې تر شلو ‌‌‌‌‌‌ډېر ماشومان دي، دغه راز یې د څلورو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ ښودلی دی.

چارواکي وايي، چاودنې يوه د بټي کوټ، يوه د خوږياڼو او پاتې نورې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې شوې دي.

ننګرهار مېشتي دا د امنيتي، په ځانګړې توګه د کشفي ادارو د مسوولينو ناغېړي ګڼي؛ ځکه په خبره يې تدابير يې مياشت وړاندې پيل کړي وو، خو خلکو ته يې امنيت تامين نه شو کړای.

غلام سرور چې د خپل تره د ټپي شوي زوی د پوښتنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته ورغلی و، پژواک اژانس ته وويل، پرونيو چاودنو يې د کورنۍ شپږ غړي ټپيان کړي چې پنځه يې تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته رخصت شوي او يو لا هم بستر دی.

دی وايي، امنيتي ځواکونه مياشت وړاندې په ښار کې ‌‌‌‌‌‌ډېر شوي وو، تالاشۍ موجود وې، دوه ورځې بازارونه هم تړل شوي وو، خو بيا هم په ښار کې چاودنې وشوې.

د ذبيح الله په نوم يو تنګی ځوان چې ټپي شوی، وايي، له دوو تالاشيو تېر شول، عيدګاه جومات سيمې ته د پوليسو تر څنګ پرې ماين چاودنه وکړه.

دی غوښتنه کوي چې امنيتي مسوولين دې د پرونيو چاودنو په اړه خلکو ته وضاحت وړاندې کړي.

د ننګرهار مدني فعالان بيا په پرونيو چاودنو کې امنيتي او کشفي ارګانونه پر ناغېړۍ تورنوي او دغه راز په پارلمان او ولايتي شورا کې د دغه ولايت له استازو ګيله من دي.

مدني فعال برهان الدين سيرت پژواک ته وويل، امنيتي تدابير نيول شوي وو، خو بيا هم پوليس او نور کشفي ارګانونه د چاودنو په مخنيوي کې پاتې راغلل.

دی وايي: ((والي پرون د سره رود دوسرکې ته د نوي جوړ شوي څلي پرانيستې ته راته خو د امنيتي ستونزو له امله او له ‌‌‌‌‌‌ډاره دلته رانه غی، دا څنګه تدابير دي او دا څنګه اداره ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.