ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني :  سوله له متحدینو سره په تړونونو کې د بدلون لامل نه ګرځي

ولسمشر غني : سوله له متحدینو سره په تړونونو کې د بدلون لامل نه ګرځي

author avatar
20 Aug 2019 - 11:05
ولسمشر غني :  سوله له متحدینو سره په تړونونو کې د بدلون لامل نه ګرځي
author avatar
20 Aug 2019 - 11:05

کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٨) : ولسمشر اشرف غني وايي چې سوله د هېواد يوه اړتیا ده، خو د سولې ټينګښت له متحدینو سره په تړونونو کې د تغيير لامل نه ګرځي.

له ارګ څخه د زمري په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون په کورنیو چارو وزارت کې د افغانستان د ملي پولیسو د سوق او ادارې له مرکز څخه لیدنه او وينا وکړه.

سرچينې زياته کړې، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې او ويې ویل، سره له دې چې د دښمن د مختلفو بریدونو له امواجو سره مو مقابله کړې، د پولیسو ستونزو ته يې رسیدګي کړې او منځ مهاله او اوږدمهاله برنامې يې برابرې کړې دي.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت د پلان او اوپراسیون رييس مل پاسوال عبدالمقیم عبدالرحیمزي وویل، د دغه مرکز کارکوونکي ۲۴ ساعته خپله دنده په درې شفټونو کې اجرا کوي او تر ډېره د هېواد په کچه پر همغږۍ، د اوپراسیونونو د پلان پر جوړولو، د جزوتامونو پر پیاوړتیا او د راپورونو په ترلاسه کولو تمرکز کوي.

دغه راز د ننګرهار او کندوز ولایتونو امنیه قوماندانانو د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځنې مراسمو د امنیت په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر غني د دوی د معلوماتو له اورېدو وروسته د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د کابل امنیتي پلان د عملي کولو لپاره دې لازیاتې هڅې وشي.

هغه زیاته کړه، د دغې ویاړلې ورځ په درناوي د وسله وال پوځ ټول هغه منسوبین چې تېروتنې يې کړي او په حبس کې دي، پرته له هغو چې خیانتونه، لوی فساد يې کړی او يا حق العبد ورباندې وي، معاف او له حبس څخه خلاصېږي.

ولسمشر د افغانستان د ملي پولیسو له هر پولیس، ساتنمن، افسر او منسوب څخه مننه وکړه چې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشن امنیت یې تامین او دغه جشن په مرکز  او ولایتونو کې د امن په فضا کې جوړ شو.

اشرف غني وویل، افغانستان د چا هديه نه ده، دا وطن زرګونه کلونه د خپلو رښیتنو بچیانو په وینه ساتل شوی او تاسې د وسله وال پوځ منسوبین دا وطن د راتلونکو نسلونو لپاره امن کړئ.

ولسمشر د سولې په اړه وویل، سوله د هېواد يوه اړتیا ده، خو د سولې تامین له متحدینو سره په تړونونو کې د تغيير لامل نه ګرځي.

اشرف غني د پولیسو منسوبینو ته په خطاب کې وویل : ((ستاسې رول د نړیوال امنیت لامل ګرځېدلی او موږ له چا څخه صدقه نه غواړو، دا زموږ حق دی. د سولې له هوکړه لیک وروسته ستاسې تمویل، تجهیز، روزنه او ملاتړ دوام مومي.))

هغه په ټینګار سره وویل، جمهوریت او امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي او د سولې پروسې رهبري له افغانستان سره ده او د دې برعکس مذاکرات له قید و شرط پرته وو، خو سوله په قید و شرط سره ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.