ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان یو ځل بیا پر کونړ لسګونه توغندي توغولي او مالي زیان یې اړولی

پاکستان یو ځل بیا پر کونړ لسګونه توغندي توغولي او مالي زیان یې اړولی

author avatar
20 Aug 2019 - 16:26
پاکستان یو ځل بیا پر کونړ لسګونه توغندي توغولي او مالي زیان یې اړولی
author avatar
20 Aug 2019 - 16:26

اسعداباد (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٨): د کونړ حکومتي مسوولين وايي چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا د دغه ولایت پر شلطن ولسوالۍ دوه سوه توغندي توغولي چې خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

په دې اړه د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېر ماښام راهيسې یو ځل بیا پاکستاني پوځيانو د شلطن ولسوالۍ په سنو، چوګام شاه، تاغه څپري او چوګام او پر ځینو نورو سیمو دوه سوه توغندي توغولي دي.

مصمم زیاتوي چې د دغو توغنديو له امله خلکو ته ځاني زيان نه دى اوښتی، خو څلور کورونه يې ويجاړ کړي، کروندې يې له منځه وړې او لسګونه څاروي يې وژلي دي.

نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د پاکستان د دغه ډول کړنو پر وړاندې غلې پاتي نه شي.

په ورته وخت کې د شلطن ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خلیل الله پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې پاکستانيانو د دوى پر ولسوالۍ بې شمېره توغندي توغولي دي.

هغه وايي: ((ښځو او ماشومانو د دغو درنو ډزو له امله خوب نه دى کړى او ټوله شپه يې په وېره کې تېره کړې ده.))

خليل الله له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د پاکستان د دغه عمل پر وړاندې نور جدي اقدامات وکړي.

د يادونې ده، په تېرو څو کلونو پاکستاني پوځيان په وقفه يي ډول په کونړ او ځينو نورو ولايتونو توغندي توغولي چې له امله يې ځيني کسان وژل شوي او يو شمېر کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.