ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د یوه ځوان تښتولو په تړاو درې کسان نیول شوي

په سمنګان کې د یوه ځوان تښتولو په تړاو درې کسان نیول شوي

author avatar
20 Aug 2019 - 17:09
په سمنګان کې د یوه ځوان تښتولو په تړاو درې کسان نیول شوي
author avatar
20 Aug 2019 - 17:09

ایبک (پژواک، ۲۹ زمری ۹۸): د سمنګان ولایت پولیس وایي چې نن یې یو ځوان تښتوونکو له بنده ژغورلی او د دې تښتونې په تړاو یې درې کسان هم نیولي دي.

د یاد ولایت د حضرت سلطان ولسوال پژواک خبري اژانس ته ویلي، نن مخکې له غرمې د تښتوونکو یوې ډلې د حکمت الله په نوم یو ځوان د دې ولسوالۍ د کوکجر له کلي تښتولی و.

د هغه په خبره چې پولیس د پېښې له خبرېدو وروسته سمدستي لاس په کار شول او د سمنګان د مرکز ایبک په بوري نل سیمه کې یې حکمت الله د تښتوونکو له منګولو راخوشی کړ.

د هغه په خبره، له نیول شوو یادو درېیو کسانو یو یې د بغلان او دوه نور د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې یو میل وسله هم ترې نیول شوې ده.

هغه ويلي، د دوی دوه نور ملګري چې یو یې ډلمشر دی، په تېښته بریالي شوي خو وايي چې د هغوی پلټنه هم روانه ده.

ولسوال زیاته کړه چې د حکمت الله د تښتونې په تړاو نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او ويلي یې دي چې حکمت الله یې د پیسو ترلاسه کولو لپاره وړی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.