د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ابراهيمزاده: طالبان د مزار- شبرغان لارې له موټرو محصول اخلي

ابراهيمزاده: طالبان د مزار- شبرغان لارې له موټرو محصول اخلي

Aug 20, 2019 - 15:27

مزارشريف (پژواک، ۲۹ زمری ۹۸): په ولسي جرګه کې د بلخ استازی او په شمال زون کې د کريم خليلي په مشرۍ د وحدت اسلامي ګوند مسوول عباس ابراهيم زاده وايي چې په وروستيو اوونيو کې د بلخ امنيتي وضعيت تر ټولو خراب حالت تللی دی.

هغه له حکومتي مشرانو غواړي چې د کمپايني وعدو پر ځای دې د خلکو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.

عباس ابراهيم زاده، د زمري په ۲۹مه په مزارشريف ښار کې يوه خبري کنفرانس ته خبرو کې وويل چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو بې پروايۍ له امله د شمال زون امنيتي وضعيت له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

هغه زياته کړه چې وسله وال طالبان په بلخ ولايت کې د مزار- دره صوف  او د جوزجان- مزار پر لويو لارو ښکاره چيک پاينټونه لري او د سوداګرو له مالونو باج او محصول اخلي.

نوموړی زياتوي چې طالبانو په دې وروستيو کې سوداګرو ته پيغام استولی او د پيسو غوښتنه يې ترې کړې ده.

د ابراهيم زاده په خبره، هره ورځ د مزار- جوزجان پر لاره له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې سوداګريز موټر تګ راتګ کوي چې په اوسط ډول له هر موټره طالبان ۲۰زره افغانۍ محصول اخلي.

د ولسي جرګې دغه غړي همدا راز وويل چې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې سيمه ييز پوليس يا له طالبانو سره يو ځای شوي او يا هم له خپلو سيمو تېښتې ته مجبور کړای شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې روانو نا امنيو د خلکو پر کاروبار ناوړه اغېز کړی او ډېری شتمن کسان هڅه کوي چې له خپلو کورنيو سره بهرنيو هېوادونو ته کډه وکړي.

ابراهيم زاده وويل: ((حکومتي مشران پر ټاکنيزو کمپاينونو بوخت دي، خپل راتلونکي پنځه کلن پلانونه خلکو ته وايي؛ خو د اوس لپاره هېڅ نه کوي، خلک تباه شول خو دوی خپل کمپاينونه کوي.))

هغه زياته کړه چې د بلخ نا امنه کولو ته مافيايي ډلو، وسله والو طالبانو او د غلو بانډونو لاس يو کړی دی.

نوموړي پر امنيتي مسوولينو غږ وکړ چې د نمايشي جلساتو جوړېدو پر ځای دې له خلکو د دفاع لپاره جدي اقدامات وکړي.

د ابراهيم زاده په خبره، امنيتي مسوولين د رسنيو له لارې خلکو ته ډاډ ورکوي چې په ولسواليو کې يې امنيت ټينګ کړی خو په وينا يې چې خپله امنيتي ځواکونه هم د امنيتي ستونزو له امله ولسواليو ته سفر نه شي کولای.

د هغه په وينا، که امنيتي وضعيت ښه نه شي نو د بلخ د ډېری ولسواليو اوسېدونکي به په ټاکنو کې ګډون ونه شي کړای.

نوموړي وويل چې په بلخ ولايت کې د ګډوډيو پر زياتېدو سره به په لومړي ګام کې شمال زون او بيا ټول افغانستان ته زيان ورسېږي.

په ورته مهال د بلخ مدني فعالان هم وايي چې د دغه ولایت امنيتي وضعيت تر ټولو ناسم حالت ته تللی دی.

مدني فعالې فريبا خالقيار پژواک ته وويل چې د بلخ په ۱۴ ولسواليو کې وسله وال طالبان پراخ فعاليتونه لري او له خلکو د عشر او زکات په نوم پيسې اخلي.

نوموړې وايي چې د بلخ اوسېدونکو روان وضعيت ته په کتو ډېر اندېښمن دي او ډېری کورنۍ هڅه کوي چې ځانونه بهرنيو هېوادونو ته ورسوي.

هغې پر امنيتي مسوولينو نيوکه وکړه چې بار بار په نا امنو سيمو کې تصفيوي عمليات ترسره کوي خو د يادو سيمو د ساتنې لپاره هېڅ ډول برنامه نه لري.

خو د بلخ امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې د روانو نا امنيو او جګړو پر وړاندې دوی د جدي اقداماتو پلان لري.

د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې په تېره يوه اوونۍ کي يې په چمتال، چهاربولک او شولګر ولسواليو کې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.

هغه زياتوي چې دمګړۍ په شولګر  او چمتال ولسواليو کې تصفيوي عمليات روان دي.

عادل د مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې شته نا امني تاييدوي خو وايي چې طالبان ښکاره ځايونه نه لري او په چريکي ډول وخت نا وخت د يادې لويې لارې په اوږدو کې بريدونه کوي.

د ولسي جرګې غړی عباس ابراهيم زاده خبرداری ورکوي، که د بلخ امنيت ته لازمه توجه ونه شي؛ نو د کندوز په څېر به د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement