د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امريکا له افغانستان سره د ١٢٥ ميليونه ډالرو مرسته اعلان کړه

امريکا له افغانستان سره د ١٢٥ ميليونه ډالرو مرسته اعلان کړه

Aug 20, 2019 - 15:52

 

کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٨): د امريکا متحدو ايالتونو له افغانستان سره د ١٢٥ ميليونه ډالرو (نږدې ١٠ ميليارده افغانۍ) بشري مرستو اعلان وکړ.

په کابل کې د امريکا سفارت له خوا د زمري په ٢٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  دا بشري مرسته به په افغانستان کې له بېوزلو افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې وشي.

سرچينې زياته کړې چې په دې کې داخلي بېځايه شوي خلک، له جګړو او طبيعي پېښو زيانمن شوو کورنيو او هغو افغانانو سره کېږي چې له نورو هېوادونو خپل هېواد ته ستانه شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې مرستو سره په يوه کال کې له افغانستان سره د امريکا د بشري مرستو کچه ١٩٠ ميليونه ډالرو ته لوړه شوه.

امريکا له نورو هېوادونو هم غوښتي چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې د ملګرو ملتونو د غوښتنې پر اساس زياتې کړي.

سرچينې زياته کړې چې په افغانستان کې د اړمنو او بېوزلو خلکو کچې ته په کتلو سره د نړيوالې ټولنې ډېرې مرستې ته اړتيا ليدل کېږي.

د امريکا سفارت ويلي چې هېواد يې له افغانانو سره خپلو اوږودمهاله همکاريو او مرستو ته ژمن دى، څو دوى وکولى شي چې ښه ژوند ترسره کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement