پل علم (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين ادعا کوي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په دې اړه په لوګر کې د څلورمې پلې لوا وياند احمد شکيل تسل د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د داودخېلو او د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال د طالبانو د يوه سرګروپ په ګډون ١٣ کسان وژل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د بريدونو پر مهال د طالبانو يو فيلډر موټر، څلور کلاشينکوفونه، يوه پيکا او ځينې نور وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
دغه راز د مرکز اړوند د داودخېلو سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې تېره شپه سخته جګړه شوې ده.
هغه وايي: ((ټوله شپه طيارې ګرځېدې، شپه مو په ويښه سهار کړه، سهار خبر شوو چې پر طالبانو بمبار شوى او څلور تنه په کې وژل شوي دي.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، دوه ورځې وړاندې هم د لوګر په مرکز کې هوايي بريد شوى و چې په ترڅ کې يې د ازرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون شپږ کسان وژل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن