ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د نامسوولو وسله والو د فعالیت ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

تخار کې د نامسوولو وسله والو د فعالیت ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

author avatar
20 Aug 2019 - 16:11
تخار کې د نامسوولو وسله والو د فعالیت ډېرېدو خلک اندېښمن کړي
author avatar
20 Aug 2019 - 16:11

تالقان (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٨): د تخار يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د نامسوولو وسله والو فعاليتونه ډېر شوي او پر امنيتي وضعيت يې بد اغېز کړی دی.

په دې اړه په تخار کې مدني فعال صفي الله واثق د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېر اختر په ورځو کې د دولت وسله والو مخالفينو پر کومې سيمې يا پوستې بريد نه دى کړى خو څو ځايه د نامسوولو وسله والو ترمنځ جګړې شوې دي.

هغه وايي: ((په چاه اب ولسوالۍ کې اوس هم د غیر مسوولو وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده، دغه خلک په ښار کې هم بېخي ډېر دي، خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.))

دغه راز د تخار بل اوسېدونکي محمد نعيم پژواک ته وويل، که چېرې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ښه نه شي، ډېر خلک به په ټاکنو کې هم ګډون ونه کړي.

دى زياتوي: ((هرې خوا ته چې ګورې، غير مسوول وسله وال ګرځي، غلاوې کوي، خلک ځوروي، خلک وژني، هر څه چې وغواړي کوي يې او څوک د مخنيوي هم نشته دي.))

همدارنګه د تخار ولايتي شورا منشي اعظم افضلي هم پژواک ته وويل چې د امنيتي مسوولينو د نه پاملرنې له امله د غير مسوولو وسله والو شمېر ډېر شوى دى.

ده وويل: ((په ښار او ولسواليو کې هره ورځ د همدوى ترمنځ جګړې روانې وي، خلک يې بېخي په تنګ کړي، مسوولين يې بايد مخه ونيسي.))

نوموړي دا هم وويل چې د تخار د درقد، دشت کلا، ينګي کلا او خواجه بهاوالدين ولسواليو ٩٠ سلنه خاوره د وسله والو طالبانو په کنټرول ده چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له مسوولو چارواکو يې په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

بل لور ته په دې اړه د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک ته وويل چې په وروستيو څو ورځو کې پوليسو څو غير مسوول وسله وال نيولي او دغه لړۍ روانه ده.

هغه وايي: ((موږ په راتلونکو څو ورځو کې د غير مسوولو وسله والو د نيولو لپاره عمليات پيلوو، نو خلک دې بې غمه اوسي، امنيتي وضعيت به بېرته ډېر ښه شي.))

د يادنې ده، تر دې وړاندې هم د تخار اوسېدونکو د غير مسوولو وسله والو له شتونه شکايتونه کړي وو، خو تر اوسه يې د فعاليت مخه نه ده نيول شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.